د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو عمومي جرګه نن پر فلسطیني پرېکړه لیک رایه ورکوي


د بېلابېلو هېوادونو استازي د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې په تالار کې پر یو قرارداد رایه ورکوي - پخوانی انځور.
د بېلابېلو هېوادونو استازي د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې په تالار کې پر یو قرارداد رایه ورکوي - پخوانی انځور.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي جرګه (جنرل اسمبلي) د سېپټېمبر پر ۱۸مه پر هغه فلسطیني پرېکړه لیک رایه ورکړي چې له اسراییلو څخه د هغه هېواد په قبضه یا نیولې غربي څنډه او غزې تړانګه کې د "ناقانونه موجودیت" ختمولو غوښتنه کوي.

په قرارداد کې له اسراییلو دا غوښتنه هم کېږي چې له هغو سیمو څخه خپل پوځي ځواکونه او هلته مېشت کړي وګړي وباسي.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو سفیر له غړو هېوادونو غوښتي دي چې قرارداد رد کړي.

هغه پرېکړه لیک پر داسې مهال د ۱۹۳ غړو عمومي جرګې ته وړاندې کېږي چې په غزه کې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، پر وړاندې د اسراییلو د جګړې یو کال پوره کېږي.

په غزې کې د جګړې له پیل راهیسې د فلسطین په لویدیځه څنډه کې هم تاوتریخوالی زیات شوی دی.

حماس ډلې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان يې ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول. له دې پرته اسراییلیو چارواکو په وروستیو کې د یوشمېر یرغمل شویو کسانو د مړینې راپورونه ورکړي دي.

اسراییلي پوځ د سېپټېمبر پر ۱۵مه په بیان کې وویل چې ښايي درې یرغمل شوي کسان تېر کال په غزې کې د اسراییلو په هوايي برید کې وژل شوي وي.

اسراییلي پوځ د سېپټېمبر پر لومړۍ وویل چې په غزې کې یې د شپږو یرغمل شویو کسانو مړي موندلي دي. د دې خبر تر خپرېدو وروسته په اسراییلو کې پراخې مظاهرې وشوې او احتجاجیانو له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو څخه غوښتنه وکړه چې په سمدستي توګه له حماس سره د اوربند تړون وکړي او پاتې یرغملیان کورونو ته ستانه کړي.

د اسراییلو پوځ تر دې مخکې د اګست پر ۲۰مه ویلي ول چې د غزې په جنوب کې یې د عملیاتو پر مهال د شپږو یرغمل شویو کسانو مړي موندلي دي.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی.

په غزې تړانګه کې د روغتیا وزارت چارواکو ويلي چې د اسراییلو او حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، ترمينځ په روانه جګړه کې تر اوسه له ۴۰،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG