د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک طالبان پاکستان د اختر ۳ ورځو کې یو اړخیزه اوربند اعلان کړی دی


د پاکستان پوځیان په خیبر کې په پوسته کې د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
د پاکستان پوځیان په خیبر کې په پوسته کې د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې د لوی اختر په مناسبت یو اړخیزه درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.

د هغې وسلوالې ډلې ویاند محمد خراساني د جون پر ۱۶مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې اوربند به د جون پر ۱۷مه، ۱۸مه او ۱۹مه وي.

هغې ډلې دا بیان پر داسې مهال خپور کړی دی چې د جون پر ۱۶مه د سعودي عرب په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لوی اختر ولمانځل شو، خو پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د جون پر ۱۷مه لوی اختر اعلان کړی دی.

د پاکستان حکومت لا د ټي ټي پي له لوري د اوربند اعلان په اړه څه نه دي ویلي.

تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲ز کال له پای راهیسې په پاکستان، په تېره په خیبر پښتونخوا، کې پر امنیتي سرتېرو او پولیسو بریدونه زیات کړي دي.

اسلام اباد تحریک طالبان پاکستان یوه ترهګره ډله بولي.

البته د پاکستان او ټي ټي پي ترمينځ مذاکرات د ۲۰۲۱ز کال په پای کې پيل شول چې په لومړي سر کې پټ ساتل شوي ول، خو وروسته هغه مهال په ډاګه شول چې د پاکستان پخواني حکومت کابل ته يوه ۵۰ کسيزه جرګه ولېږدوله.

دا مذاکرات په کابل کې د طالبانو حکومت په مينځګړتوب پرمخ تلل، او د ۲۰۲۲ز کال په جون مياشت کې تحریک طالبان پاکستان او اسلام اباد د خبرو د وروستي پړاو پر مهال تر نامعلومې مودې پورې د اوربند غځولو اعلان وکړ.

وروسته ټي ټي پي د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د اوربند په ماتولو خپلو وسلوالو ته په پاکستان کې د بريدونو کولو امر وکړ.

له هغه وخت راهیسې ټي ټي پي په پاکستان کې د یوشمېر لویو بریدونو ذمه واري منلې ده.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د ټي ټي پي په ګډون یې د نورو وسلوالو ډلو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG