د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیمه ییزو هیوادونو استازي نن د افغانستان په اړه په تهران کې غونډه کوي


د پلازمېنې تهران یوه څنډه
د پلازمېنې تهران یوه څنډه

د ایران په پلازمېنه تهران کې د جون پر اتمه د څو سیمه ییزو هېوادونو ځانګړي استازي د یوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان پر حالت خبرې کوي.

د تماس سیمه‌ ییزې ډلې په دې دویمه غونډه کې د افغانستان لپاره د ایران، چین، روسیې او پاکستان ځانګړي استازي برخه لري.

د ایراني چارواکو په وینا، د افغانستان د راتلونکي په باب پر کاري چوکاټ بحث هم د غونډې په اجنډا کې شامل دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د جون پر اوومه په اسلام اباد کې یوه کنفرانس ته وویل، "د ایران په کوربتوب د تماس سیمه‌ ییزې ډلې دویمه غونډه د سولې، امنیت او ثبات د ډاډ ترلاسه کولو لپاره مهمه ده."

نوموړې زیاته کړه چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي خان درانی په دې غونډه کې برخه اخلي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جون پر څلورمه ویلي وو چې په تهران کې به د تماس ډلې په غونډه کې د دوحې د درېیمې غونډې پر اجنډا هم خبرې اترې وشي.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربتوب د دوحې درېیمه غونډه د جون مياشتې له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې په قطر کې وشي.

د افغانستان په اړه رابلل شوې دې غونډه کې به د لسګونو هېوادونو او سازمانونو استازي شریک وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

طالبانو ته هم د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې ده، خو طالبانو لا رسماً په دې غونډه کې د خپل ګډون اعلان نه دی کړی.

نه په تهران کې د تماس سیمه ییزې ډلې په نننۍ غونډه کې او نه هم د دوحې په درېیمه غونډه کې د ښځو د شتون کوم څرک ښکاري. دې خبرې د ښځو د حقونو فعالانو او نورو بنسټونو غبرکونونه پارولي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار د جون پراوومه په دې اړه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، "د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون ځینو بنسټونو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ته په یوه لیک کې خپلې اندېښنې بیان کړې دي."

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار

نوموزې زیاته کړې چې د دوی یوه اندېښنه دا ده چې څرګندېږي د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو موضوع نوره هم څنډې ته کړای شوې ده.

د دې په وینا، د دوی بله اندېښنه دا ده چې افغان ښځې چې د امنیت شورا د ۱۳۲۵ نمبر پرېکړه لیک له مخې په دغه ډول غونډو کې د بشپړ ګډون او د خپل هېواد پر راتلونکي د بحث حق لري، ښکاري چې دوی هم څنډې ته کړای شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د جون پر دریمه ویلي وو چې ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې غونډې اجنډا له طالبانو سره شریکه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جون پر اوومه خبر ورکړ چې د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما له مشرې روزا اوتنبایووا سره د دوحې د درېیمې غونډې په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوحې د غونډې اجنډا دې داسې ترتیب شي چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي.

پر افغانستان د دوحې دویمه غونډه د ۲۰۲۴م په فبروري میاشت کې جوړه شوې وه چې طالبانو تر غونډې یوه ورځ مخکې په هغې کې له ګډون کولو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG