د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهارکې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي دي


کښتۍ د کونړ په سیند کې ډوبه شوې ده ـ پخوانی انځور.
کښتۍ د کونړ په سیند کې ډوبه شوې ده ـ پخوانی انځور.

د ننګرهار ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې لږترلږه ۲۰ تنه وژل شوي دي.

چارواکي او ځای خلک وایي پېښه د جون پر لومړۍ نېټه په باسول سیمه کې شوې ده.

یو ځایي اوسېدونکي مشال راډیو ته وویل چې سهار مهال په ډوبې شوې کښتۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه سپاره ول. په پېښه کې پینځه کسان ژغورل شوي دي.

چارواکي وایي چې تر دې مهاله یې د پینځو کسان مړي له اوبو ایستلي دي او د نورو مړو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

د سیمې یو تن مراد لایق مشال راډیو ته وویل چې کښتۍ د نورو ورځو په څېر له بېلې کلي څخه باسول ته تلله چې ډوبه شوه. هغه وویل بېله کلی د کونړ سیند په یو ټاپو کې دی چې پل نه لري او خلک ترې د ورځنیو کارونو لپاره په کښتیو کې د ولسوالۍ مرکز ته راځي.

د ننګرهار د مومندرې لپاره د طالبانو د حکومت ولسوال مولوي محمد اجمل شګیوال مشال راډیو ته وویل چې د کښتۍ د ډوبېدو لامل لا تر دې دمه نه دی معلوم، خو په خبره یې بشپړ جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د سیمې خلک وایي چې هر کال په اوړي کې د کونړ په سیند کې اوبه زیاتېږي او سږ کال د ورښتو له وجې په سیند کې اوبه زیاتې دي چې له امله یې په سیند کې څپې هم غټې دي او د کښتیو تګ راتګ پکې د نور کله پرتله ستونزمن دی.

په افغانستان کې او خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د پلونو د نشتوالي له وجې خلک په کښتیو کې تګ راتګ کوي چې ځینې وخت د کښتیو د اوښتو له وجې خلکو ته زیانونه اوړي.

د ۲۰۲۱ ز کال د جون په میاشت کې د ننګرهار په بهسودو کې کې د سيند له غاړې بلې ته د خلکو د وړلو کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې درې کسان وژل شوي ول.

تېر کال د خیبر پښتونخوا کوهاټ په تاندا ډېم کې کښتۍ ډوبه شوې وه چې ۵۲ کسان پکې وژل شوي ول. په ډوبو شویو کې زیاتره د یوې دیني مدرسې هغه زده کوونکي دي چې د سېل لپاره هلته ورغلي وو.

XS
SM
MD
LG