د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ښځو د دوحې په غونډه کې د طالبانو د ګډون پرضد په اسلام اباد کې احتجاج کړی


په اسلام اباد کې مېشتو افغان مېرمنو وړاندې هم پر افغانستان د واکمنو طالبانو پرضد احتجاجونه کړي‌ دي
په اسلام اباد کې مېشتو افغان مېرمنو وړاندې هم پر افغانستان د واکمنو طالبانو پرضد احتجاجونه کړي‌ دي

په اسلام اباد کې افغان ښځو مظاهره کړې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي دي چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې دې طالبانو ته ځای نه ورکوي.

د جون پر لسمه، د طالبانو ضد شعارونه لېږدونکو په لسګونو ښځو وويل چې قطر ته د طالبانو وربلل د هغوی د حکومت په رسميت پېژندلو په معنا دي.

ملګري ملتونه په دې غونډه کې د افغانستان د راتلونکې په اړه بحث کوي‌ او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو استازي به ورځي.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې په افغانستان کې دې د ښځو د ځپلو مخنیوی وکړي.

دې ادارې د جون پر لسمه په يوه رپورټ کې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت روانې پالیسۍ له ښځو بشري حقونه اخلي او هغوی د ټولنې له منځه باسي.

دې ادارې زیاته کړې چې نړیوال بايد د ښځو په وړاندې له تعصبه ډکې پالیسۍ عادي کېدو ته پرينږدي او د طالبانو د ظلم مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربتوب د دوحې درېیمه غونډه د جون مياشتې له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې په قطر کې وشي.

د افغانستان په اړه رابلل شوې دې غونډه کې به د لسګونو هېوادونو او سازمانونو استازي شریک وي.

طالبانو ته هم د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې ده او د طالبانو حکومت ويلي چې په دې غونډه کې به خپله ايجنډا وړاندې کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د جون پر دریمه ویلي وو چې ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې غونډې اجنډا له طالبانو سره شریکه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوحې د غونډې اجنډا دې داسې ترتیب شي چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي.

پر افغانستان د دوحې دویمه غونډه د ۲۰۲۴م په فبروري میاشت کې جوړه شوې وه چې طالبانو تر غونډې یوه ورځ مخکې په هغې کې له ګډون کولو ډډه وکړه.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې پر افغانستان واکمن دي. دوی د خپلې واکمنۍ پر مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو تعليم بند کړی او ښځو ته په دفترونو کې د کار اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG