د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې او اوکراین د یو بل د لسګونو ډرون الوتکو ویشتلو دعوې کړې دي


یو اوکراینی سرتېری د جګړې لومړۍ کرښې ته تر استولو مخکې د ډرون الوتکې معاینه کوي - د فبرورۍ دویمې انځور.
یو اوکراینی سرتېری د جګړې لومړۍ کرښې ته تر استولو مخکې د ډرون الوتکې معاینه کوي - د فبرورۍ دویمې انځور.

د روسیې پوځ ویلي دي چې اوکراین شپې مهال د هغه هېواد پر غربي او جنوبي برخو د لسګونه بې پیلوټه الوتکو حملې کړې دي خو په وینا یې چې پکې خورا کم تاوان او مرګژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت د مارچ پر نهمه دعوه وکړه چې پر روستوف، کورسک، بېلګورود او وولګوګراد سیمو توغول شوي ټول ۴۷ ډرونونه یې په فضا کې ویشتلي یا تباه کړي دي.

ځايي چارواکي وايي، د بیړنیو چارو یو کارکوونکی سرسري ټپي شوی دی چې ښايي له یوې ویشتل شوې بې پیلوټه الوتکې په غورځېدونکو برخو لګېدلی وي.

رپورټونه وايي چې یو ډرون برید په تګانروګ مرکز شوی دی چې پکې د اې-۵۰ قومندې څارونکې الوتکې ساتل کېږي.

اوکراین لا د ډرون الوتکو د حملو په اړه تبصره نه ده کړې خو دا یې ویلي دي چې د هېواد پر مرکزي سیمو یې د روسیې تر ۱۰ زیاتې بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي. اوکراینیو چارواکو په هغو بریدونو کې د مرګژوبلې خبر نه دی ورکړی.

تازه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د مارچ پر اتمه وویل چې هېواد یې د مسکو او کییف ترمینځ د سولې خبرو کوربتوب ته چمتو دی.

روسیه او اوکراین له یوې مودې راهیسې پر یو بل د ډرونونو حملې کوي چې پکې مرګژوبله هم اوړي.

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل دوه کاله پوره شول چې پکې د دواړو خواوو زرګونه سرتېري وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG