د لاسرسي ځای

تازه خبر

څېړنه: د اوکراین په ۲ کلنه جګړه کې شاوخوا ۴۵،۰۰۰ روسي عسکر وژل شوي


اوکرایني سرتېري د هېواد په ختیز کې د افديېفکا پر لوري توغندي ولي - د فبرورۍ پینځمې انځور.
اوکرایني سرتېري د هېواد په ختیز کې د افديېفکا پر لوري توغندي ولي - د فبرورۍ پینځمې انځور.

راپورونه وايي چې شاوخوا دوه کاله وړاندې پر اوکراین د مسکو د پراخ یرغل له پیل راهیسې لږ تر لږه ۴۵،۱۲۳ روسي سرتېري وژل شوي دي.

د میډیازونا او د بي بي سي روسي څانګې د خبريالانو څېړنو موندلې چې د ټولو تایید شویو مړو دوه پر درېيمه برخه (۶۶ سلنه) تر یرغل پیلېدو مخکې له پوځ سره تړاو نه درلود. څېړنه ښيي چې په هغه ډله کې رضاکاران، د عسکرۍ لپاره نيول شوي کسان، پخواني بندیان، او د شخصي نظامي شرکتونو جنګیالي شامل دي.

راپور کاږي چې په وژل شويو کې ۵،۴۰۶ تازه جلب شوي سرتېري شامل دي چې ۸۰ سلنه یې د جګړې په دويم کال کې وژل شوي دي.

خبريالانو په ډاګه کړې چې په ۲۰۲۳ز کال کې ۲۷،۹۰۲ روسي پوځيان وژل شوي دي چې د يرغل په لومړي کال کې د تاييد شويو زيانونو پرتله ٥٧ سلنه زيات دي.

خبريالانو خپله څېړنه له ازادو یا پرانیستو سرچینو څخه د معلوماتو اخیستو پر اساس کړې چې پکې په رسنیو کې د مړو حال، د قربانیانو د خپلوانو له خوا په ټولنیزو شبکو کې پیغامونه، د سیمه يیزو ادارو راپورونه او همدارنګه له هديرو څخه ترلاسه شوي معلومات پکې شامل دي.

څېړونکي وايي چې ریښتیني ارقام ممکن تر دې لږ تر لږه دوه چنده لوړ وي.

روسیې تر اوسه د دې څېړنیز رپورټ په غبرګون کې څه نه دي ویلي. مسکو عموماً د جګړې په ډګر کې خپلو سرتېرو ته د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه خپروي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ او د هغه هېواد ځینې برخې یې نیولي دي.

له هغه وخت راهیسې هلته د دواړو خواوو ترمینځ جګړه دوام لري چې پکې د اوکراین زرګونه سرتېري هم وژل شوي دي، ګڼو اوکراینیانو ته مرګژوبله اوښتې او لکونه ولسي وګړي کډوال او بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG