پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا تورونه رد کړي دي چې ګواکې په هېواد کې "د یو موازي یا متوازي عدالت جوړولو" او د ټولنې "ترمینځ د وېش او اختلافاتو پیدا کولو" هڅه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د اکتوبر پر شپږمه د يو فرمان په خپرولو پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او د ترهګرۍ مخنيوي د قانون له مخې يې "ناقانونه سازمان" وګرځاوه.
په فرمان کې دعوه شوې وه چې "پښتون ژغورنې غورځنګ په داسې فعالیتونو اخته دی چې د هېواد د سولې او امنیت په زیان دي."
د غورځنګ مشر منظور پشتين پر هم هغه ورځ په لنډ بیان کې حکومتي اقدام "ظالمانه" وباله او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په ګډون د بشري حقونو ادارو، فعالانو او سیاستوالانو حکومتي اقدام وغنده او ورباندې یې خواشیني وښوده.
د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) هم د اکتوبر پر اتمه په بیان کې پر غورځنګ پر بندیز او د ترهګرۍ ضد قانون پر استعمال سخته نیوکه وکړه.
د کورنیو چارو وزیر څرګندونې
د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اکتوبر پر نهمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې پر پي ټي اېم د بندیز لګولو حکومتي پرېکړې ننګه وکړه او تور یې پورې کړ چې غورځنګ د اکتوبر پر ۱۱مه لویه "جرګه نه کول غواړي" ځکه چې "جرګې پخوا هم شوې دي" او "جرګه په قبایلي مشرانو مشتمله وي" خو "په زرګونو کسان ورغوښتل جرګه نه بلکې بل څه وي."
په پاکستان کې چې حکومت د یو سازمان نوم "تر بنديز لاندې ډلو" په نوملړ کې شامل کړي نو بیا یې شتمني کنګلېږي، دفترونه یې تړل کېږي او پر مشرانو او غړو یې د ولسي غونډو جوړولو، د ویناګانو کولو او د لیکنو پر خپرولو بندیز لګي.
نقوي وویل چې د ناقانونه سازمانونو او ډلو د غړو بانکي حسابونه تړل کېږي او شناختي کارډ او پاسپورټ يې هم بندېږي.
د کورنیو چارو وزیر وویل، "که هر چا له پي ټي اېم سره مرسته وکړه، نو د هغوی شناختي کارډ او پاسپورټ به هم وربندوي."
نوموړي دا څرګندونې تر هغې څو ساعته وروسته وکړې چې پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کړ پولیسو یې د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې پر غړو او فعالانو "مستقیمې ډزې" وکړې چې پکې درې کسان ووژل او تر ۱۰ زیات ژوبل شول. پولیسو او انتظامي چارواکو لا د پي ټي اېم د تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
نقوي وویل، پي ټي اېم له یوې خوا وايي چې جرګه یې ورغوښتې او له بلې خوا بیا خپلې درې ورځنۍ ناستې ته د پښتنو د قامي "عدالت" نوم ورکوي. نو ځکه حکومت پرېکړه وکړه چې "په هېڅ صورت" په هېواد کې "موازي قضایي یا عدالتي نظام" ته اجازه ور نه کړي.
د کورنیو چارو وزیر وویل چې پښتون ژغورنې غورځنګ د "توکمیزو درزونو ته د ودې ورکولو او په ولس کې د وېش خبره کوي" او زیاته یې کړه چې خلک او ډلې "یقیناً پر سیاسي موضوعاتو او حقونو غږېدلای شي، خو که څوک د ادارو ضد کېدو هڅه کوي، نو اجازه یې نه شي ورکول کېدای."
په همدې حال کې غورځنګ وویل چې پوليسو او امنیتي ځواکونو د اکتوبر پر نهمه شپې شاوخوا درې بجې په پینځم ځل د جمرود په رېګي للمه کې د جرګې پر انتظامي کيمپ چاپه ووهله او میدان یې ونیوه.
اخوا د خیبر ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ثناالله خان د اکتوبر له نهمې څخه د نومبر تر اوومې پورې په هغه ضلع کې پر هر ډول ولسي غونډو بندیز اعلان کړ.
د پي ټي اېم غبرګون
د پي ټي اېم یو مخکښ عطا الله جان د اکتوبر پر نهمه شپې مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تورونه او دعوې رد کړې.
نوموړي وویل چې غورځنګ تر اوسه د حکومت ضد هېڅ اقدام نه دی کړی بلکې یوازې د پښتنو د حقونو لپاره خپل اواز پورته کوي.
اخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین هم ویلي دي چې د پاکستان واکدارانو چې ولیدل چې پي ټي اېم "په هېڅ صورت له خپلو غوښتنو نه په شا کېږي، او په هر حال کې له هغوی د حقونو پوښتنه کوي" نو بندیز یې ورباندې ولګاوه.
پشتین هوډ وښود چې د دولت (ریاست) له خوا پر "ځورونو او بريدونو" سربېره به هم د اکتوبر پر ۱۱مه جرګه جوړوي.
نوموړي د اکتوبر پر نهمه ناوخته پر خپله فېسبوک پاڼه په يو ويډيويي پيغام کې وويل چې "که د ټولې نړۍ قوتونه راته يو ځای شي، بيا به هم جرګه کوو."
هغه وویل د جرګې او د پښتنو د يووالي لپاره به "سرونه "قربان" کړي خو "ټيټ" به يې نه کړي."
پشتین دا خبرې تر هغه وروسته وکړې چې د غورځنګ غړو او پلویانو پر پولیسو د رېګي للمې په میدان کې پر فعالانو د "مستقیمو ډزو" تور پورې کړ او تر هغې وروسته یې د وژل شویو درې کسانو مړي د جرګې انتظامي کیمپ ته ولېږدول.
پشتین وویل چې د اکتوبر پر ۱۰مه مازيګر درې بجې یې په هم هغه ځای کې د جنازې لمونځ کېږي او بيا به خاورو ته سپارل کېږي.
نوموړي وویل چې وژل شوي کسان د وزيرستان، باجوړ او کوټې دي.
منظور پشتين په خپل ويډيويي پيغام کې وويل چې د پښتنو پر خاوره "په منظمه توګه کاروباري او ډالري جنګونه وشول چې وينې د پښتنو پکې توی شوې او پيسې نورو پکې وګټلې."
د غورځنګ مشر وویل چې په تېرو څه باندې ۲۰ کلونو کې "د ترهګرۍ پرضد د جګړې" او ناامنیو پر مهال "۸۰ زره پښتانه شهيدان شول، زرګونه ورک دي، له دوه لکه زيات کورونه ړنګ شول، له ۷۰ تر ۸۰ لکه کسان بې کوره شول، بازارونه يې ړنګ شول او ودردېدل او وځورېدل خو نن هم د بې يقېنۍ ژوند کوي چې سبا به پر خپله سيمه وي او که نه به وي."
پشتين وويل، ډېری پښتانه نن هم "بې روزګاره دي او په پرديو وطنونو کې د بل مزدورۍ" کوي او زیاته یې کړه چې د دې لوی لامل دا دی چې پښتانه پر خپلو وسايلو "واک" نه لري او بل چا ورڅخه "قبضه" کړي دي.
د اکتوبر نهمې پېښه او د بشري حقونو کمېشن غبرګون
پښتون ژغورنې غورځنګ د اکتوبر پر نهمه پر اېکس پاڼه (ټوېټر) په بیانونو کې تور پورې کړی چې د "پولیسو په ډزو کې" یې "ډېری غړي" ژوبل شوي دي چې د پېښور روغتونونو ته انتقال شول.
د خیبر انتظامیې او پولیسو لا د پي ټي اېم د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د پېښور د حیات اباد میډیکل کمپلېکس د طبي چارو رییس ډاکتر شهزاد اکبر مشال راډیو ته وویل چې روغتون ته درې مړي او ۱۲ ژوبل کسان لېږدول شوي ول.
دی وايي چې د درو کسانو مړي یې ملګرو ته وسپارل او د ژوبلو درملنه روانه ده.
اکبر وویل چې ځینې ژوبل کسان د بیړنیو طبي خدماتو په څانګه او نور په وارډونو کې بستر دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په خيبر کې د پي ټي اېم پر پلويانو پر ډزو "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده.
کمېشن د اکتوبر پر نهمه پر خپله رسمي اېکس پاڼه په بيان کې ويلي، "د بې وسلې مظاهرچیانو پر وړاندې د هر ډول غیر قانوني ځواک کارولو مخالفت" کوي.
کمېشن په بیان کې لیکلي دی چې د پاکستان رياست وار له مخه پر پي ټي اېم په بندیز لګولو "غیر مناسب اقدام کړی او هڅه یې کړې چې د 'قامي جرګې' مخه ونیسي، سره له دې چې د پېښور های کورټ پرېکړه د پي ټي اېم د پلویانو په سوله ييز ډول د ورغونډېدو حق خوندي کوي."
په حیات اباد میډیکل کمپلېکس کې د پي ټي اېم یوشمېر فعالانو او عیني شاهدانو مشال راډیو ته وویل چې پولیسو پر "سوله ییزو" فعالانو "ډزې" وکړې او پرضد یې اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه.
د غورځنګ یو فعال طیب الله مشال راډیو ته وویل چې د کوکيخېلو قومي مشر ملک نصیر احمد کوکیخېل له پولیسو سره مذاکرات کول چې یو افسر یې "ډېره بې احترامي وکړه". د دوی په خبره، فعالانو د دې په غبرګون کې نعرې ووهلې چې هلته د غورځنګ مخکښو مشرانو کښېنول خو "پولیسو ډایرېکټ (مستقیم) فایرېنګ (ډزې) وکړې."
دی وايي، پولیسو ورته "په لاره ډېر رکاوټونه (خنډونه) جوړ کړي ول" او په لاره کې یې "کندې" کیندلې وې چې له وجې یې ژوبل کسان په اوږدو لارو روغتون ته ولېږدول او همدا لامل دی چې درې تنه ووژل شول.
په همدې حال کې په خیبر او د پېښور په یوشمېر سیمو کې د موبایل ټېلېفون شبکې او انټرنېټ خدمات ځنډول شوي دي او د خیبر انتظامي مشر ثنا الله خان تر یوې میاشت پورې په ضلع کې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده عملي کړې چې له مخې یې د پينځو یا تر پينځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ بنديز دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې د اکتوبر۱۱مې په درې ورځنۍ جرګه کې به "لسګونه زره پښتانه" په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتون مېشته سیمو د طبیعي زېرمو او وسایلو د واک د ستونزو د هواري او د يوشمېر نورو چارو په اړه ګډه پرېکړه کوي.
پي ټي اېم ویلي دي چې پولیسو یې د جرګې د مخنیوي لپاره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې چاپو وهلو ته دوام ورکړی دی او د غورځنګ له ۲۰۰ زیات غړي نیولي دي.
پي ټي اېم په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شوی دی او له هغه وخت راهیسې یې د ناامنیو، د پوځ تګلارو، د بشري حقونو سرغړونو، جبري بې درکیو، ماورای عدالتي وژنو، د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د ولس د واک او نورو یوشمېر موضوعاتو په اړه پراخې مظاهرې، جلسې، احتجاجي ناستې او غونډې کړې دي.