د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم نن د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو کې د "ولسي پاڅون" په نوم احتجاجونه کړي دي


د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلویان په پېښور کې د لاریون پر مهال - د اکتوبر ۲۰مې انځور.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلویان په پېښور کې د لاریون پر مهال - د اکتوبر ۲۰مې انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د پاکستان په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د "ولسي پاڅون" په نوم احتجاجونه کړي.

په دې لړ کې د اکتوبر پر ۲۰مه له سهاره تر ماښام پورې په مختلفو وختونو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د مرکزونو پېښور او کوټې په ګډون په ګڼو وړو او لویو ښارونو او سیمو کې احتجاجې لاریونونه او غونډې وشوې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د پي ټي اېم په کوربه توب د "پښتنو قامي عدالت" په نوم درې ورځنۍ لویه جرګه وشوه.

د خیبر ضلعې د جمرود په رېګي للمه کې د پښتنو لویې جرګې ته په پښتون مېشتو سیمو کې د ټولو ګوندونو مخکښ سیاستوالان، د صوبايي حکومت لوړپوړي چارواکي، د خیبر پښتونخوا ګورنر، د بېلابېلو ولسونو مشران، مدني فعالان، پوهان، هنرمندان، لیکوالان او په لسګونو زرو پښتانه ورغلي ول.

د "پښتنو قامي عدالت" په نوم جرګه د اکتوبر پر ۱۳مه شپې ناوخته تر هغې وروسته پای ته ورسېده چې د بېلا بېلو ضلعو په خیمو کې ناستو جرګګیو خپلې سپارښتنې او وړاندیزونه نهايي کړل او خپل استازي ته یې وسپارلې چې بیا ورباندې ۸۰ کسیزه نماینده جرګې بحث وکړ.

د پي ټي اېم مشر منظور احمد پشتین پر هم هغه شپه ناوخته د جرګې ۲۲ پرېکړې اعلان کړې. جرګې پوځ او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او اسلامي دولت (داعش) په ګډون ټولو وسلوالو ډلو ته دوه میاشتې وخت ورکړ چې له پښتون مېشتو سیمو دې وځي.

د پي ټي اېم غړي او پلویان د اکتوبر پر ۲۰مه په پښین کې لاریون کوي.
د پي ټي اېم غړي او پلویان د اکتوبر پر ۲۰مه په پښین کې لاریون کوي.

جرګې دا هم وویل چې په پاکستان کې له اوبو څخه تر ټولو زیاته بجلي یا برېښنا په خیبر پښتونخوا کې جوړېږي نو ځکه به د قبایلي ضلعو خلک بېل نه ورکوي او د صوبې په نورو پښتون مېشتو سیمو کې به د یو یونټ برېښنا په سر پینځه روپۍ بېل ورکوي.

جرګې دا راز له حکومته وغوښتل چې د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته دې ولسونو ته پر ټولو لارو بې له سفري اسنادو د تګ راتګ اجازه ورکړي او د ناامنیو او پوځي عملیاتو له وجې دې د قبایلي ضلعو بې کوره خلک خپلو کلیو او کورونو ته ستانه کړي.

د جرګې د پرېکړو د اعلان پر وخت د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور او نور مشران پر دریځ یا سټېج موجود ول.

د پاکستان حکومت او وسلوالو ډلو لا د جرګې د پرېکړو په اړه څه نه دي ويلي.

خو د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور جرګې ته وویل چې د غوښتنو او پرېکړو د عملي کولو هڅه کوي.

د اکتوبر پر ۱۴مه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په کوربه توب د لویې جرګې پر پرېکړو بحث وکړ. اعلاوزیر اسمبلۍ ته په وینا کې د هغو فیصلو د عملي کولو غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل چې د جرګې هغه پرېکړې او سپارښتنې عملي کوي چې د صوبايي حکومت د واک په دایره کې راځي.

له دې پرته، د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دي. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.

پشتین تر دې درې ورځې وروسته د اکتوبر پر ۱۶مه په ويډيويي پيغام کې په پښتون مېشتو سیمو کې احتجاجي غونډې اعلان کړې او و یې ويل چې هغه پاڅون د پښتنو په قامي جرګې کې د شویو پرېکړو د عملي کولو "لومړی قدم" دی.

د مولانا زینت الله خوشې کېدل

په همدې حال کې پي ټي اېم ویلي دي چې پولیسو یې په جنوبي وزیرستان کې د مرکزي کمېټۍ غړی مولانا زینت الله افغان د ډېره اسماعیل خان له زندانه خوشې کړی دی.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۰مه تر خوشې کېدو یوه ورځ وروسته مشال راډیو ته وویل چې ورباندې د ترهګرۍ، غدارۍ او د عامه نظم زیانمنولو په تورونو مقدمې دایرې شوې وې او شاوخوا دوه نیمې میاشتې یې د ټانک او ډېره اسماعیل خان په زندان کې تېرې کړې.

افغان پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او و یې ویل چې د "وطن مدعي دی او ملزم هېڅکله نه" وو.

د جنوبي وزیرستان انتظامیې یو چارواکي مشال راډیو ته وویل چې د پي ټي اېم ځینې غړي یې په ضلع کې د قانون سرغړونې په تورونه نیولي دي.

د جرګې پر انتظامي کیمپ چاپې، تاوتریخوالی او پر پي ټي اېم بندیز

ټاکل شوې وه چې د پي ټي اېم جرګه د اکتوبر پر ۱۱مه پیل شي، خو د غورځنګ مشر منظور پشتین د هم هغې نېټې پر ماخوستن د رېګي للمې میدان ته ورغونډو شویو خلکو ته په وینا کې وویل چې په تېرو ورځو کې په خیبر کې جرګې ته د چمتووالي پر هڅو او انتظامي چارو د پولیسو او امنیتي ځواکونو د پرله پسې حملو او چاپو، د سامانونو سوځولو او نورو سامانونو ته د ورړلو اجازې نه ورکولو له کبله جرګه پر خپل وخت او ترتیب پيل نه شوه. "د دې جرګې په انتظاماتو په بريد کې ملګري شهيدان شول نو ځکه جرګه له ځنډ سره مخامخ شوه."

دا په داسې حال کې ده چې پي ټي اېم وايي چې پوليسو او امنیتي ځواکونو د اکتوبر پر نهمه شپې شاوخوا درې بجې په پینځم ځل د جمرود په رېګي للمه کې د جرګې پر انتظامي کيمپ چاپه ووهله، خیمې او د جرګې د انتظام لپاره یې نور شیان لیرې کړل او میدان یې ونیوه.

غورځنګ پولیس تورنوي چې د اکتوبر په نهمه يې د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د هغوی پر غړو او فعالانو ډزو کې پینځه کسان ووژل او تر ۱۰ زیات ژوبل کړل.

پولیسو او انتظامي چارواکو د پي ټي اېم د تورونو په غبرګون کې څه نه ول ویلي، خو د خيبر پښتونخوا اعلاوزير د پي ټي اېم پر غړو د بريد غندنه کړې وه.

تر دې مخکې د پاکستان حکومت د اکتوبر پر شپږمه د يو فرمان په خپرولو پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او د ترهګرۍ مخنيوي د قانون له مخې يې "ناقانونه سازمان" وګرځاوه.

پي ټي اېم حکومتي اقدام "ظالمانه" وباله او د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو، د پاکستان سیاستوالانو او فعالانو بندیز وغنده او ورباندې یې خواشیني وښوده.

پشتین د هغې جرګې اعلان د جولای پر ۱۲مه د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کې د غورځنګ د یو مخکښ ګیله من وزیر په جنازه کې ورغونډو شويو زرګونو کسانو ته په وينا کې کړی وو.

نوموړي د جرګې تر اعلان وروسته له ګڼو سیاسي مشرانو سره وکتل، د پښتنو بېلا بېلو ضلعو ته ولاړ او د سیمې مشرانو ته یې په جرګه کې د ګډون بلنه ورکړه.

پي ټي اېم په ۲۰۱۸ز کال کې جوړ شوی دی او له هغه وخت راهیسې یې د ناامنیو، د پوځ تګلارو، د بشري حقونو سرغړونو، جبري بې درکیو، ماورای عدالتي وژنو، د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د ولس د واک او نورو یوشمېر موضوعاتو په اړه پراخې مظاهرې، جلسې، احتجاجي ناستې او غونډې کړې دي.

XS
SM
MD
LG