د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو پر ۲ تاڼو په وسلوالو حملو کې ۸ سرتېري ژوبل شوي دي


په بنو کې پولیس د سړک تر غاړې پهره او د پوځي سرتېرو ګاډی ګزمه کوي - انځور له ارشیفه.
په بنو کې پولیس د سړک تر غاړې پهره او د پوځي سرتېرو ګاډی ګزمه کوي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې وسلوالو پر دوو تاڼو حملې کړې دي چې پکې اته پولیس ژوبل شوي دي.

د بنو ډېوېژن د پولیسو مشر سجاد خان د نومبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د نومبر پر ۲۷مه شپې مهال پر احمدزیو تاڼه برید وکړ چې پکې پینځه سرتېري ژوبل شول او د تاڼې ودانۍ ته هم زیان ورسېد.

دی وايي، پولیسو هم سمدستي ځوابي کارروايي کړې او شواهد ښيي چې ښايي وسلوالو ته هم مرګژوبله اوښتې وي خو په دې اړه لا کره معلومات نه لري.

په همدې حال کې د بنو پولیسو په یو بیان کې ویلي دي چې د نومبر ۲۷مې پر ماښام وسلوالو د هوېد سیمې پر شیخ لنډک تاڼه له بې پیلوټه الوتکې څخه بم غورځولی دی چې پکې درې سرتېري ژوبل شوي دي.

پولیس وايي، ټول ژوبل سرتېري یې روغتون ته لېږدولي دي.

پر تاڼو د حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په بنو کې وسلوالو تر دې مخکې هم پر میریانو تاڼو د وړو ډرونونو له لارې بمونه غورځولي او پر نورو تاڼو یې هم حملې کړې دي.

په جون او جولای کې د بنو په مختلفو سیمو کې وسلوالو ډلو پر پولیسو یوشمېر حملې وکړې چې په غبرګون کې یې پولیسو او امنیتي ځواکونو د جولای پر ۳۱مه د میریانو تحصیل په نورړ سیمه کې د مشکوکو وسلوالو پرضد یو ورځني عملیات وکړل او پکې یې د شپږو مشکوکو وسلوالو د وژلو او د درې ژوبلو هغو د نیولو دعوه کړې وه.

له څلورو کلونو راهیسې د بنو، لکي مروتو او شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې پولیس او د پاکستان پوځ وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی چې پکې وخت په وخت ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي. پوځ د نومبر پر ۲۴مه په بنو کې د عملیاتو پر مهال د ۲۲ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه. کومې وسلوالې ډلې د پوځ د ادعا په اړه څه نه ول ویلي.

داراز، د بنو او لکي مروتو په مختلفو برخو کې ځايي وګړو هم د وسلوالو فعالیتونو د مخنیوي لپاره امن کمېټۍ جوړې کړې دي.

د بنو په ډومېل کې د ولسي مشرانو یوې جرګې د نومبر پر ۲۶مه د امن کمېټۍ او لښکر جوړولو اعلان وکړ او د سیمې د امنیت هوډ یې وښود. پولیسو ویلي دي چې د هغو ولسي کمېټيو او لښکرو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG