د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بشام کې د وژل شویو چينايي انجينېرانو مړي چين ته لېږدول شوي دي


چینایي انجینېران د مارچ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا په بشام کې وژل شوي ول.
چینایي انجینېران د مارچ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا په بشام کې وژل شوي ول.

د خيبر پښتونخوا په بشام کې د وژل شویو پینځه چينايي انجينېرانو مړي چين ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان پوځ په بیان کې ويلي چې مړي د مارچ پر ۳۱مه نېټه د راوالپنډۍ له نور خان هوايي ډګره واستول شول.

پر دې موقع د پاکستان ولسمشر، وزیراعظم، د پوځ مشران او د اسلام اباد لپاره د چين سفير هم ول. دوی پر جسدونو د ګلونو ګېډې کښېښودلې.

بیان زیاتوي چې په پېښه کې لاسلرونکیو ته به سزا ورکوي.

چینايي انجینران د مارچ پر ۲۶مه، د پاکستان په شمال لویدیځ کې د اوبو د برېښنا ترټولو لویې پروژې داسو بند ته روان ول چې یوه ځانمرګي بریدګر په بشام کې خپل له چاودیدونکو توکیو ډک موټر د دوی له موټرسره وجنګاوه.

د پاکستان حکومت د مارچ پر ۲۷مه نېټه د بريد د پلټنې لپاره ګډه تحقیقاتي ډله جوړې کړې وه. په هم دې تړاو د چينايي پلټونکيو يوه ډله د مارچ پر ۲۹مه په تحقیقاتو کې د برخې اخیستو لپاره پاکستان ته ورسېده.

د برید ذمه واري تراوسه چا نه ده اخیستې او بیجینګ له اسلام اباده د پېښې د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف تر حملې څو ساعته وروسته په اسلام اباد کې د چین سفارت ته ورغی او هلته یې سفیر ته د پېښې د چټکو پلټنو ډاډ ورکړ.

د کوهستان په داسو سیمه کې د اوبو پر یو بند له تېرو څو کلونو راهیسې کار روان دی چې د جوړولو پر مهال پرې تر دې وړاندې هم بریدونه شوي دي. د ۲۰۲۱ کال د جولای پر ۱۴مه هم په داسو سیمه کې د چینايي کارکوونکو پر بس حمله شوې وه چې پکې د نهو چینايي وګړو په شمول ۱۳ کسان وژل شوي ول.

چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې (سیپیک) په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی. هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم په چینایانو بریدونه شوي دي او د یوشمېر حملو ذمه وارۍ بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو منلې دي.

بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې له لسیزو راهیسې په بلوچستان کې فعاله دي چې وخت په وخت پر امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو او هلته د چین ـ پاکستان اقتصادي لارې د پروژو پر چینايي کارکوونکو بریدونه کوي.

په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې بلوڅ وسلوالو ډلو په بلوچستان او کراچۍ کې پر چينايي وګړو او ګټو څو ځلې حملې کړې دي.

XS
SM
MD
LG