د پاکستان او سري لنکا د کرکټ ملي لوبډلې د درو یو ورځنیو (۵۰ اووره) سیالیو په وروستۍ هغه کې یو بل ته مخامخېږي.
د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د نومبر ۱۶مې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر دوه نیمو او د کابل پر دوو بجو پیلېږي.
ټاکل شوې وه چې دا سیالي د نومبر پر ۱۵مه وشي، خو پاکستان کرکټ بورډ څو ورځې مخکې په اسلام اباد کې تر ځانمرګي برید وروسته د امنیتي لاملولو پر اساس له سري لنکا سره دویمه او درېیمه سیالي یوه، یوه ورځ وځنډوله.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان وار له مخه د لومړیو دوو سیالیو په ګټلو لوبلړۍ په خپل نوم کړې ده.
د نومبر پر ۱۴مه کوربه پاکستان سري لنکا ته په اتو وېکټو او تر دې مخکې یې په لومړۍ سیالۍ کې په شپږو منډوماتې ورکړې وه.