د پاکستان او د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ (۵۰ اووره) سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.
د فیصل اباد په اقبال لوبغالي کې د نومبر شپږمې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر درو او د کابل پر دوه نیمو بجو پیلېږي.
د نومبر پر څلورمه په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان مېلمنې لوبډلې ته په دوو وېکټو ماتې ورکړه.
ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د نومبر پر اتمه په درېیمه او وروستۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخې شي.
تر دې مخکې کوربه پاکستان د درې ۲۰ اووره سیالیو په لوبلړۍ کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړې وه.