د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کرکټ درې اړخیزه لوبلړۍ لومړۍ سیالۍ کې زېمبابوې ته په ۵ وېکټو ماتې ورکړه

تازه شو

د پاکستان بیټران او د زېمبابوې لوبغاړي تر یوې ۲۰ اووره سیالۍ وروسته له میدانه وځي - انځور له ارشیفه.
د پاکستان بیټران او د زېمبابوې لوبغاړي تر یوې ۲۰ اووره سیالۍ وروسته له میدانه وځي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اووره درې اړخیزه لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې زېمبابوې ته په پینځو وېکټو ماتې ورکړه.

د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د نومبر ۱۹مې د سیالۍ پچه کوربه پاکستان وګټله خو لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.

د زېمبابوې لومړیو دوو لوبغاړو ښه توپوهنه (بیټېنګ) وکړه او د ۷۲ منډو شراکت یې وکړ، خو تر هغې وروسته یې بیټران نسبتاً ژر، ژر وسوځېدل. پر دې سربېره زېمبابوې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان ۱۴۷ منډې وکړې.

براین بېنېټ ۴۹، سکندر رضا ۳۴ او تادېوانشي ماروماني ۳۰ منډې وکړې. د پاکستان محمد نواز دوه او سلمان مرزا او ابرار احمد یوه، یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې د پاکستان لومړي څلور بیټران په ۵۴ مجموعي منډو وسوځېدل خو بیا فخر زمان او عثمان خان په ښه توپوهنه ټولې منډې ۱۱۵ ته ورسولې. کوربنې لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۰م اوور کې د پینځو لوبغاړو په زیان پوره کړ.

زمان ۴۴، عثمان خان ۳۷ او صایم ایوب ۲۲ منډې وکړې. د زېمبابوې بریډ ایوانز دوه، ګرېم کرېمر او تېنوټېندا ماپوسا یوه، یوه وېکټه واخیسته.

د نومبر پر ۲۰مه بله سیالي د زېمبابوې او سري لنکا ترمینځ کېږي.

د ۲۰ اووره کرکټ درې اخیزه لوبلړۍ سیالۍ د نومبر پر ۱۸مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۲۹مه وشي.

ټاکل شوې وه چې دا لوبلړۍ د نومبر پر ۱۷مه پیل شي خو پاکستان کرکټ بورډ څو ورځې مخکې په اسلام اباد کې تر ځانمرګي برید وروسته د امنیتي لاملولو پر اساس له سري لنکا سره پاتې دوه یو ورځنۍ او دا ۲۰ اووره سیالۍ یوه ورځ شا ته کړې.

ټاکل شوې وه چې په هغو سیالیو کې د کوربه پاکستان او سري لنکا ترڅنګ د افغانستان کرکټ لوبډلې هم برخه اخیستې وای. خو افغان کرکټ بورډ په اکتوبر کې په پکتیکا کې د پاکستانیو ځواکونو په برید کې د "کرکټ د درې ځوانو لوبغاړو" تر وژنې وروسته په هغو درې اړخیزه سیالیو کې د ګډون پلان لغوه کړی وو.

تر دې وروسته د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د افغانستان پر ځای به زېمبابوې په سیالیو کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG