د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، د سیند په ټټه ضلع کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی.
هغې ادارې د جنورۍ پر ۱۶مه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د ټټې د یو ماشوم په وینه کې، چې نمونې یې د ډېسېمبر پر ۱۰مه لېبارټرۍ ته لېږدول شوې وې، د پولیو وایرس تایید کړی نو ځکه دا پېښه په ۲۰۲۴ز کال کې حسابوي چې ورسره سم تېر کال په پاکستان د پولیو د پېښو شمېر ۷۳ ته لوړ شوی دی.
اداره وايي چې دا په ۲۰۲۴ز کال کې د سیند په هغې ضلعې کې د ګوزڼ لومړۍ پېښه وه.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په خیبر پښتونخوا او سیند کې ۲۲،۲۲ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
هغه اداره وايي چې د فبرورۍ په پیل کې په ټول هېواد کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان واکسینوي.
په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.
اخوا بېل اېنډ مېلېنډا ګېټس بنسټ په افغانستان کې د ګوزڼ ختمولو لپاره د ځانګړي پروګرام پیلولو اعلان کړی دی. هغه بنسټ د جنورۍ پر ۱۲مه خلیج ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې پروګرام به د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عرب او د اسلامي پراختیايي بانک په همکارۍ د افغانستان د بیا رغونې صندوق له لارې تمویل شي.
د بېل او مېلېنډا ګېټس بنسټ د پولیو د ختمولو هغه نړیوال نوښت برخه دی چې د حکومتونو او نړیوالو سازمانونو یوه لویه پروژه ده.