د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان کې په یو وسلوال برید کې ۳ چینایان وژل شوي دي


شمس الدین شاهین شرکت ته پر تلونکي سړک یې لوحه لګېدلې - انځور له ارشیفه.
شمس الدین شاهین شرکت ته پر تلونکي سړک یې لوحه لګېدلې - انځور له ارشیفه.

د تاجکستان په جنوب کې د سرو زرو استخراج پر یو شرکت په برید کې درې چینایان وژل شوي دي.

تاجک چارواکي وايي، برید پر پوله د افغانستان له لوري شوی دی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر ۲۷مه په بیان کې وویل، بریدګرو د تاجکستان او افغانستان پر پوله په شمس الدین شاهین ولسوالۍ کې د شاهین اېس اېم په نوم د سرو زرو کیندنې او استخراج شرکت وداني په نخښه کړه.

بیان وايي، بریدګرو په حمله کې ټوپکې او په چوونکو توګو سمباله بې پیلوټه الوتکه استعمال کړې چې پکې د شرکت درې چینايي کارکوونکي ووژل شول.

د طالبانو حکومت برید غندلی دی او د چین او تاجکستان له حکومتونو سره یې "ژوره خواشیني" ښوولې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د نومبر پر ۲۸مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې "لومړنۍ ارزونې" یې ښيي چې په برید کې "هغه کړۍ لاس لري چې په سیمه کې د ګډوډۍ، بې‌ثباتۍ او د هېوادونو ترمینځ د بې‌ باورۍ" پیدا کولو هڅې کوي.

بیان زیاتوي چې د طالبانو حکومت چمتو دی چې د برید د پلټنو لپاره د تاجکستان له حکومت سره "پوره همکاري" وکړي.

د تاجکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وروستیو میاشتو کې په سرحدي سیمو کې د تاوتریخوالي کمولو او د وسلوالو نښتو د مخنیوي لپاره په سفارتي کچه هلې ځلې کړې دي.

په ۲۰۲۱ز کال کې په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، دوشنبه او کابل یو بل د وسلوالو ډلو په ساتلو تورن کړي دي.

هغه مهال تاجکستان یوازینی ګاونډی هېواد وو چې په ښکاره یې د طالبانو د واکمنېدو مخالفت وکړ او هغه وسلواله ډله یې د سیمه ییز ثبات لپاره ګواښ وبلله.

XS
SM
MD
LG