د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سري لنکا ته د کرکټ په درېیمه لوبه کې هم ماتې ورکړه


د پاکستان لوبغاړي له سري لنکا څخه د لوبلړۍ تر ګټلو وروسته له جام سره د عکس اخیستو پر مهال - د نومبر ۱۶مې انځور.
د پاکستان لوبغاړي له سري لنکا څخه د لوبلړۍ تر ګټلو وروسته له جام سره د عکس اخیستو پر مهال - د نومبر ۱۶مې انځور.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د درو یو ورځنیو (۵۰ اووره) سیالیو په وروستۍ هغه کې سري لنکا ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د نومبر ۱۶مې سیالۍ پچه کوربه پاکستان وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.

د سري لنکا لوبډلې د توپوهنې (بیټېنګ) اغاز ښه وکړ خو وروسته یې لوبغاړي ژر، ژر وسوځېدل. د مېلمنې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۶م اوور کې په ۲۱۱ منډو وسوځېدل.

سدیرا سماراوېکرما ۴۸، کوشال مېنډېس ۳۴ او پون رتنایکې ۳۲ منډې وکړې. د پاکستان محمد وسیم جونییر درې او حارث رووف او فیصل اکرم دوه، دوه وېکټې واخیستې.

د پاکستان لوبډلې ټاکلی هدف په ۴۵م اوور کې د څلورو لوبغاړو په زیان پوره کړ. محمد رضوان ۶۱، فخر زمان ۵۵ او حسین طلعت ۴۲ منډې وکړې.

په دې توګه پاکستان له سري لنکا څخه د لوبلړۍ درېواړه سیالۍ وګټلې.

د پاکستان حارث رووف د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

ټاکل شوې وه چې وروستۍ سیالي د نومبر پر ۱۵مه وشي، خو پاکستان کرکټ بورډ څو ورځې مخکې په اسلام اباد کې تر ځانمرګي برید وروسته د امنیتي لاملولو پر اساس له سري لنکا سره دویمه او درېیمه سیالي یوه، یوه ورځ وځنډوله.

تر دې مخکې، د نومبر پر ۱۴مه کوربه پاکستان سري لنکا ته په اتو وېکټو او تر دې مخکې یې په لومړۍ سیالۍ کې په شپږو منډوماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG