د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي پر تورخم هغه ډرېوران نه پرېږدي چې د دخولۍ لنډمهالي اسناد یې نه وي تمدید کړي


له تورخم سره ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي افغانستان ته اوښتو ته په انتظار دي - پخوانی انځور.
له تورخم سره ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي افغانستان ته اوښتو ته په انتظار دي - پخوانی انځور.

د پاکستان د ګمرکي چارو (کسټمز) اداره وايي، د ډېسېمبر له لومړۍ څخه پر تورخم هغه افغان ډرېوران پاکستان ته اوښتو ته نه پرېږدي چې د دخولۍ لنډمهالي اسناد (ټېمپرېري ایډمېشن ډاکومېنټ یا ټي اې ډي) یې تر وخت تېر شوي دي.

د ادارې د یو چارواکي عمر باچا د نومبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته په لېږدولي بیان کې ویلي چې د سلګونه افغان ډرېورانو د اسنادو شپږ میاشتنۍ موده پای ته رسېدلې ده چې باید یې "ژر تر ژره تمدید کړي."

ټي اې ډي هغه لنډمهالې اجازتنامه ده چې افغان ډرېوران یې د ۲۰۲۴ز کال له اګست راهیسې له سوداګریزو ګاډو سره د تورخم له لارې پاکستان ته د داخلېدو لپاره کاروي.

د افغان ټرانزېټ تجارت یو سوداګر کلیم الله مشال راډیو ته وویل، د اسنادو غځول وخت ته اړتیا لري.

د ده په وینا، په افغانستان کې د پاکستان سفارت ته په کار ده چې یو خو دې ډرېورانو ته د اسنادو د ورکړې بهیر چټک کړي او بل دې ورته موده هم وغځوي.

اسلام اباد له ۲۰۱۶ز کال راهیسې د ټرانسپورټرانو، سوداګرو او ولسي وګړو لپاره سفري او د دخولۍ لنډمهالي اسناد لرل لازمي کړي او مالیې یې زیاتې کړې دي چې ورسره د تورخم او چمن په ګډون پر بېلابېلو لارو دوه اړخیز تجارت او د خلکو تګ راتګ اغېزمن شوی دی.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

XS
SM
MD
LG