د نجونو د تعلیم او ځواکمنتیا لپاره کارکوونکي ملاله فنډ یا صندوق د افغان نجونو د تعلیم د دوام او د "حقونو ترلاسه کولو" لپاره یې "د مبارزې د ملاتړ" لپاره د درې مېلیونه امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړې ده.
د نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ د اګست پر ۲۰مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي، "افغان نجونه او ښځې له څلورو کلونو راهیسې د ازادۍ یو غورځنګ" پر مخ لېږدوي او د "ټولګیو، عدالتونو (محکمو) او اېتلافونو له لارې" د جنسيتي توپیر او "اپارتاید" ختمولو لپاره مبارزه کوي.
یوسفزۍ وړاندې لیکلي چې بنسټ یې په دې مبارزه کې له هغوی سره ولاړ دی او ورته ۳.۲۶ میلیونه ډالره ورکوي.
د ملالې یوسفزۍ فنډ د اګست پر ۲۰مه په بیان کې ویلي، د هغو مرستو یوه برخه "څه باندې ۱۰،۰۰۰ نجونو ته پرلیکه (انلاین)" ثانوي او متوسطې زده کړې ورکوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو اداره (یونېسېف) وايي، سږ کال له نوي تعلیمي کال پیلېدو سره ۴۰۰،۰۰۰ نورې افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې شوې.
یونېسېف زیاتوي چې له دې سره په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته له زده کړو د محرومو نجونو شمېر ۲.۲ مېلیونه ته رسېدلی دی.
طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې او بیا یې د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر په پیل کې په طبي انسټېټیوټونو کې هم د نجونو پر زده کړو بنديز ولګاوه.
د طالبانو حکومت په نړیوالو ناحکومتي سازمانونو او نورو ادارو کې د ښځو پر کار محدودیتونه لګولي دي او ان دا چې ښځې د هغوی لپاره ځانګړو شویو عامه پارکونو ته هم په پوره ازادۍ نه شي تللای.
په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو دې اقداماتو پراخ نړیوال غبرګونونه پارولي دي. د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو، افغان ښځینه فعالانو، د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو له ښځو سره د طالبانو چلند "جنسيتي توپیر" او "اپارتاید" بللی دی.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د روان کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څلورو کلونو پوره کېدو په مناسبت له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هغوی "زورواکه" او پر "تشدد" ولاړه واکمني رد کړي او د هغوی د "رژیم د عادي کولو" هڅو پر وړاندې دې "مقاومت (مزاحمت)" وکړي.
طالبان خپل حکومت او نظام مشروع بولي او په بیا بیا یې ټینګار کړی دی چې د ښځو په ګډون یې د هېواد ټولو وګړو ته د "شریعت په چوکاټ" کې ټول حقونه ورکړي دي.
طالبان وايي، د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي. طالبان البته دا نه روښانوي چې په تېرو څلورو کلونو کې یې په دې برخه کې څومره پرمختګ کړی دی.