د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اتمانزیو جرګه: د شمالي وزیرستان ټولو ولسونو پرېکړه کړې چې د عملیاتو پر مهال کورونه نه پرېږدي


د جولای پر څلورمه جرګې ته د ټول شمالي وزیرستان د قومونو استازي ورغلي ول.
د جولای پر څلورمه جرګې ته د ټول شمالي وزیرستان د قومونو استازي ورغلي ول.

د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ټولو قومونو په يوه جرګه کې پرېکړه کړې چې د سيمې خلک به د ممکنه پوځي عملياتو پر مهال خپل کورونه نه خوشې کوي.

د اتمانزیو جرګې ویاند مفتي بيت الله د جولای پر څلورمه په میرلي کې تر جرګې وروسته مشال راډيو ته وويل، په شمالي وزیرستان کې د پوځ مشر دا مهال په اسلام اباد او پېښور کې له حکومتي چارواکو سره پر سلا مشورو بوخت دي.

ده وویل، چارواکو لا ورته له سیمو د کډو کولو نه دي ویلي خو د وزيرستان ټول ولس يوه خوله دی چې خپل کورونه نه خالي کوي. "موږ تر دې مخکې انخلا کړې وه، خو دا ځل مو مشترکه پرېکړه وکړه چې که شهيدان ورکوو او که مو املاک تباه کېږي، سيمه نه خوشې کوو."

مفتي بيت الله زياته کړه، حکومت او پوځ ته يې واضحه کړې چې د وزيرستان خلک د امن خرابوونکو پلويان نه دي.

اخوا د شمالي وزيرستان مرستيال کمېشنر محمد يوسف کريم مشال راډيو ته وویل چې انتظاميه غواړي د سيمې له ولسي مشرانو سره په سلا مشوره د امنيت لپاره ګامونه پورته کړي.

د اتمانزیو جرګه وايي، انتظامیې او پوځ تېره میاشت د میرلي په خدي مارکېټ کې پر سرتېرو تر ځانمرګي برید وروسته د شمالي وزیرستان مشرانو ته ویلي ول چې خپل دریځ دې ورته روښانه کړي چې له حکومت سره ولاړ دي او که نه د وسلوالو په طرف دي.

د پاکستان د پوځ په وینا، د جون پر ۲۸مه په میرلي کې د پوځیانو پر ګاډي په ځانمرګي برید کې ۱۳ سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي ول. په هغه برید کې ۱۴ ولسي وګړي هم ژوبل شوي ول.

تر برید وروسته د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) هلته تر یوې میاشتې پورې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده نافذه کړه چې له مخې یې شپې مهال ګرځبندیز اعلان کړ او و یې وویل چې که چا یې سرغړونه وکړه نو امنیتي سرتېري به یې وولي.

د جنايي قانون د هغې مادې له عملي کېدو سره د پينځو یا تر پينځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ هم بندیز وي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد یوسف کریم د جولای په درېیمه مشال راډیو ته ویلي ول، د ګرځبندیز په څېر نوي محدودیتونه د "ترهګرۍ د نوې څپې" د مخنیوي په خاطر لګول شوي دي. هغه وايي، هڅه کوي چې د ولس له اغېزمنېدو پرته په سیمه کې امنیت باوري کړي.

په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو بریدونو تر زیاتېدو وروسته پوځ او حکومت غواړي چې د مخنیوي لپاره یې د عملیاتو لمن لا نوره غځوي خو خلک بیا وايي، حکومت او پوځ دې خپله کاروايي وکړي او د ولس خوندیتوب دې په پام کې ونیسي. دوی زیاتوي، بیا له سیمې کډو کولو ته تیار نه دي.

XS
SM
MD
LG