د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنو ډومېل کې جرګې د امن کمېټۍ او وسلوال لښکر جوړولو اعلان کړی دی


د نومبر ۲۶مې جرګې وویل پولیس دې ورسره د امنیت په هڅو کې مرسته وکړي.
د نومبر ۲۶مې جرګې وویل پولیس دې ورسره د امنیت په هڅو کې مرسته وکړي.

د خیبر پښتونخوا د بنو په ډومېل کې یوې ځايي جرګې د ناامنۍ مخنیوي لپاره د امن کمېټۍ او وسلوال لښکر جوړولو اعلان کړی دی.

د ډومېل د هتيخېل قبیلې مشرانو او غړو د نومبر پر ۲۶مه په سیمه کې جرګه وکړه او و یې ویل چې په سیمه کې هېچا ته د وسلو ګرځولو اجازه نه ورکوي او پردي خلک نه ورپرېږدي.

د جرګې یو مشر او د ډومېل پخواني ناظم فدا محمد وزیر په وینا کې وویل، د سیمې اوسېدونکي نه "طالب غواړي، نه مخ پټي وسلوال" او که حکومتي یا د پولیسو او استخباراتي ادارو چارواکي هم هلته ورځي "نو بغیر له شناخته به نه ورځي."

جرګې پر پولیسو غږ وکړ چې د امنیت لپاره دې ورځنۍ ګزمې کوي او له ځايي لښکر سره دې پوره مرسته وکړي.

د هتیخېلو یو مشر ډاکتر سید عالم وویل، هېچا ته د سیمې د امنیت خرابولو اجازه نه ورکوي.

دا جرګه تر هغې وروسته شوې ده چې د نومبر پر ۲۱مه وسلوالو په ډومېل کې پر پولیسو برید وکړ او بیا یو کور ته داخل شول. پولیس وايي، د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېرېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) سرتېرو په ځوابي کاروایۍ کې یې پینځه واړه وسلوال ووژل. البته په پېښه کې د کور دننه څلور ولسي وګړي هم ووژل شول چې تر دې وروسته ځايي خلکو احتجاجي جرګه وکړه.

د ډومېل یو اوسېدونکی د نومبر پر ۲۶مه جرګې ته وینا کوي.
د ډومېل یو اوسېدونکی د نومبر پر ۲۶مه جرګې ته وینا کوي.

د بنو ډېوېژن د پولیسو مشر سجاد خان د نومبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، پولیسو او ځايي امن کمېټیو د "ترهګرۍ مخنیوي" او د ولسي وګړو د ساتنې په موخه ګډې هڅې پیل کړې دي.

ده وویل، پولیس د ډومېل په ګډون د ټولو امن کمېټیو او لښکرو ملاتړ کوي او په ګډه ورسره کاروایۍ هم کوي.

نوموړي زیاته کړه چې د امنیت په هڅو کې که د امن کمېټۍ غړي اغېزمن شي نو صوبايي حکومت یې له کورنیو سره مرستې هم کوي.

له څلورو کلونو راهیسې د بنو، لکي مروتو او شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.

په قبایلي سیمو او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو ضلعو کې چې څه باندې دوه لسیزې مخکې وسلوالې ډلې پیدا شوې او فعالیتونه یې پیل کړل نو د حکومت په ملاتړ امن کمېټۍ او امن لښکرې جوړې شوې چې په خپلو سیمو کې یې ګزمې او پهرې کولې.

حکومت د هغو لښکرو غړو ته د وسلو ګرځولو اجازه هم ورکړې وه چې دا ډول یې په ملاتړ د وسلوالو ډلو خلاف وجنګېږي.

د دې په غبرګون کې وسلوالو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، پر هغو لښکرو او د کمېټۍ پر مشرانو او غړو بریدونه کول چې پکې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

تر هغې وروسته د خیبر پښتونخوا په زیاتره برخو کې امن کمېټۍ د امنیتي وضعې له ښه کېدو سره ختمې شوې، خو په تېرو څلورو کلونو کې د ناامنۍ له زیاتېدو سره سم، په ځینو سیمو کې بیا فعاله شوې دي.

په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.

XS
SM
MD
LG