د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا سوداګر وايي سیند کې د احتجاجونو له وجې یې شاوخوا ۸۰۰ مال لېږدوونکي ګاډي پر لاره بند پاتې دي


په سکر کې د اباسین پر غاړه یوشمېر ودانۍ ښکاري - انځور له ارشی
په سکر کې د اباسین پر غاړه یوشمېر ودانۍ ښکاري - انځور له ارشی

د خیبر پښتونخوا سوداګر او ټرانسپورټران وايي په سیند کې د روانو احتجاجونو پر مهال د اباسین لویې لارې (انډس هایوې) د تړلو له وجې یې سلګونه مال لېږدوونکي ګاډي بند پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ورځو کې د سیند په مختلفو برخو کې پر اباسین د شپږو نویو نهرونو (کانالونو) جوړولو لانجمنې پروژې پر وړاندې د ولسي وګړو، فعالانو، وکیلانو، زده کوونکو او پر صوبې د واکمن پیپلز ګوند غړو او پلویانو احتجاجونه پراخ شوي دي او له تېرې شاوخوا یوې اونۍ راهیسې له کراچۍ د پاکستان نورو برخو ته تلونکې لویه لاره تړلې پرته ده.

د سوداګرۍ خونې یوشمېر استازو او غړو د اپرېل پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې د لارې بندېدو له کبله د خیبر پښتونخوا د کاروباریانو او ټرانسپورټرانو شاوخوا ۸۰۰ مال لېږدوونکي ګاډي له سکر سره نېږدې ایسار دي.

دوی وايي د دې له کبله یې نه یوازې په خیبر پښتونخوا بلکې له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګري اغېزمنه شوې ده او تاوانونه ګالي.

دا په داسې حال کې ده چې په سیند کې مظاهرچیان او صوبايي حکومت وايي چې پر اباسین د نویو نهرونو له جوړېدو سره یې په صوبه کې، چې وار له مخه د تازه اوبو له کمښت سره مخامخ ده، د اوبو بحران ژورېدای شي او زراعت یې اغېزمنېږي.

اخوا د قانوني چارو وفاقي وزیر اعظم نذیر تارړ د اپرېل پر ۲۳مه سېنېټ ته وویل چې وفاقي حکومت د پروژې په اړه له ټولو ګوندونو سره مشوره او خبرې کوي او مسله هواروي.

د پاکستان حکومت وايي چې د پروژې موخه شاړې ځمکې او بېدیاګانې (دښتې) زرغونول او سمسورول دي چې ګټه یې ټولو صوبو ته رسي خو مخالفان وايي چې نوي نهرونه به یوازې پنجاب ته ګټه ورسوي.

سیند کې پر اباسین د ۶ نویو نهرونو جوړولو پروژې ضد مظاهرې روانې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

د سیند اسمبلۍ هم په مارچ کې د نویو نهرونو پروژې پرضد قرارداد منظور کړی وو.

هغه پروژه د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت منظوره کړې وه چې اوس یې وفاقي حکومت د عملي کولو هڅه کوي. د پروژې له مخې به پر اباسین دوه نهرونه په سیند، دوه په پنجاب، یو په بلوچستان او یو په خیبر پښتونخوا کې جوړېږي.

د فبرورۍ پر ۱۵مه د پنجاب اعلاوزیرې مریم نواز شریف او د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د "زرغون پاکستان" په نوم یوه لویه پروژه پرانیسته چې پکې د جنوبي پنجاب د ځمکو خړوبولو لپاره د نویو نهرونو جوړول هم شامل دي.

تر دې وروسته په سیند کې د واکمن او په وفاقي اېتلافي حکومت کې د شامل پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي ول چې هغه پروژه نه مني او دا موضوع د پاکستان د ګډو ګټو شورا مخې ته ږدي.

اباسین د پاکستان تر ټولو لوی سیند دی چې له خیبر پښتونخوا، پنجاب او سینده تر تېرېدو وروسته په عرب سمندرګي ورګډېږي.

XS
SM
MD
LG