د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوداګر: له افغانستان سره لارو بندېدو خیبر پښتونخوا شاوخوا ۵ اربه روپۍ تاواني کړې ده


په خیبر ضلع کې تورخم ته پر تلونکي سړک ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي ولاړ دي - انځور له ارشیفه.
په خیبر ضلع کې تورخم ته پر تلونکي سړک ګڼ مال لېږدوونکي ګاډي ولاړ دي - انځور له ارشیفه.

په خیبر پښتونخوا کې سوداګرو یو ځل بیا د پاکستان او افغانستان ترمینځ د لارو بندېدو له وجې د سوداګرۍ پر درېدو اندېښنه ښوولې ده.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستیال ضیاالحق سرحدي او د خیبر پښتونخوا د سوداګرو ټولنې استازي منظور الهي د جنورۍ پر ۱۱مه په ګډ بیان کې ویلي چې د لارو تړل کېدو افغانستان ته برامداتو (صادراتو)، دوه اړخیزه سوداګرۍ، د ټرانسپورټ کاروبار او حکومتي محصولاتو ته پر ملکي سطح بالعموم او په خاصه توګه خیبر پښتونخوا ته زښت زیان رسولی دی.

بیان وايي، له درو میاشتو راهیسې د لارو تړل کېدو خیبر پښتونخوا ته د صادراتو په برخه کې د شاوخوا دوه نیم اربه (مېلیارده) او داراز د محصولاتو په ترڅ کې هم جلا دوه نیم اربه روپۍ تاوان رسولی دی.

سرحدي او الهي زیاته کړې چې پر لاره د مالونو ایسارېدو له وجې کاروباریانو ته هره ورځ د څلور مېلیونه امریکايي ډالرو تاوان رسي.

هغوی دا څرګندونې تر هغې شاوخوا یوه اونۍ وروسته کړې دي چې د لارو پرانیستو په اړه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د استازو ناسته وځنډول شوه او مشرانو یې دا و نه ویل چې ایا د غونډې بله نېټه ټاکل شوې او که نه.

د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ په نښتو کې دواړو غاړو ته مرګژوبله اوښتې وه.

تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې د تجارت او د ولسي وګړو د تګ راتګ پرمخ وتړل شوې.

له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو حکومتي چارواکو څو ځلې مذاکرات وکړل چې نتیجه یې ور نه کړه.

په تېرو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا او افغانستان سوداګرانو او ټرانسپورټرانو په بیا بیا د لارو پرانیستو او بې له خنډه د تجارت د دوام غوښتنې او د دې لپاره یې وخت په وخت احتجاجونه کړي دي خو د پاکستان او طالبانو حکومتونو ورته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو حکومت وايي، له پاکستان سره سوداګري او د خلکو تګ راتګ تر هغې وروسته بحالوي چې اسلام اباد دا تضمین ورکړي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا لارې نه بندوي او له دې به د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار نه اخلي.

پاکستان بیا وايي چې تر هغو چې د طالبانو حکومت یې خاورې ته "د ترهګرو د داخلېدو مخنیوي پوخ ډاډ نه وي ورکړی" لارې بندې ساتي.

د طالبانو حکومت په بیا بیا ویلي چې اسلام اباد ته یې ډاډ ورکړی چې هېچا ته د افغانستان خاوره د بل هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو حکومت داراز ادعا کوي چې وسلوالو ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي او زیاتوي چې ناامني د پاکستان داخلي مسله ده چې باید یې خپله هواره کړي.

XS
SM
MD
LG