د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستاني کاروباریان وايي د غلام خان لارې بندېدو زښت تاوانونه وراړولي دي


د شمالي وزیرستان او خوست ترمینځ د غلام خان لارې بندېدو له وجې پر بندر ګڼې لارۍ ولاړې دي - انځور له ارشیفه.
د شمالي وزیرستان او خوست ترمینځ د غلام خان لارې بندېدو له وجې پر بندر ګڼې لارۍ ولاړې دي - انځور له ارشیفه.

د شمالي وزیرستان کاروباریان وايي، د غلام خان بندر له تړل کېدو راهیسې یې لوی تاوانونه ګاللي او ګڼ خلک بېروزګاره شوي دي.

دوی د جنورۍ پر اوومه مشال راډیو ته وویل، په اکتوبر کې له افغانستان سره د سوداګرۍ له درېدو راهیسې د میرامشا په منډیۍ کې کاروبار په ټپه درېدلی دی او هلته دوکانداران او مزدوران بېروزګاره شوي دي.

د سبزیو او مېوو د سوداګرو ټولنې مشر حاجي عبدالله خان د جنورۍ پر اوومه مشال راډيو ته وویل، په شمالي وزیرستان کې کارخانې یا د روزګار نورې موقعې نه شته او د خلکو کاروبارونه له افغانستان سره پر سوداګرۍ تکیه دي.

ده د پاکستان او د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړه چې تجارت دې بحال کړي.

د سوداګرو د ټولنې عمومي سېکرټر قمر الزمان مسید مشال راډيو ته وویل، په شمالي وزیرستان کې اوږدمهالې ناامنۍ وار له مخه کاروباري هلې ځلې ټکنۍ کړې وې او له خوست ولایت سره د غلام خان لارې بندېدو لا لوی زیانونه ور په برخه کړي دي.

ده زیاته کړه چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه دې خپلې مسلې "د خبرو په ذریعه حل کړي."

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم مشال راډيو ته وویل، د سوداګرو اندېښنې او شکایتونه اړوندو ادارو ته لېږدوي.

ده وویل، د تجارت بندولو پرېکړه د پاکستان حکومت کړې او د بحالولو واک یې هم له وفاقي حکومت سره دی.

د شمالي وزیرستان سوداګرو دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې دي چې د لارو پرانیستو په اړه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د استازو ناسته وځنډول شوه او مشرانو یې دا نه دي ویلي چې ایا د غونډې بله نېټه ټاکل شوې او که نه.

دا تر هغې وروسته ده چې د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر میاشت کې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ تر نښتو وروسته د پاکستان حکومت له افغانستان سره خپلې ټولې لارې وتړلې.

د طالبانو حکومت هم په غبرګون کې اعلان کړی وو چې له پاکستان سره به تجارتي لارې تر هغه وروسته خلاصېږي چې اسلام اباد دا تضمین ورکړي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا لارې نه بندوي او له دې به د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار نه اخلي.

د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته پراته ولسونه اندېښنه لري چې وار له مخه دوه اړخیزې سوداګرۍ ته ډېر تاوان رسېدلی دی او که لارې همداسې بندې پاتې وي، نو کاروباریانو ته به ډېر مالي زيانونه ورسېږي.

د دې ترڅنګ د پاکستان او افغانستان ټرانسپورټرانو او سوداګرو د لارو د خلاصېدو لپاره وخت په وخت احتجاجونه هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG