د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي دي


یو سړی او ماشوم د اسراییلو په برید کې د ړنګې شوې ودانۍ جاج اخلي - د اکتوبر دویمې انځور.
یو سړی او ماشوم د اسراییلو په برید کې د ړنګې شوې ودانۍ جاج اخلي - د اکتوبر دویمې انځور.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي دي چې اسراییلیو ځواکونو د غزې تړانګې په جنوبي برخه کې په حملو کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژلي دي.

اسراییلي پوځ د اکتوبر پر دویمه تر نیمې شپې وروسته په خان یونس ښار کې ځمکني عملیات پیل کړل.

دا په داسې حال کې ده چې په غزې کې د اسراییلو د جګړې شاوخوا یو کال په پوره کېدو دی. حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې شاوخوا ۱،۲۰۰ تنه ووژل او ۲۴۰ کسان یرغمل شول. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول او د ځینو مړي په غزې کې وموندل شول.

اسراییلو د هغه برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. په غزه کې روغتیا وزارت په وینا، په روانه جګړه کې تر اوسه له ۴۰،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

اسراییلو پر داسې مهال په خان یونس کې ځمکني عملیات پیل کړي دي چې اسراییلو په لبنان کې د ایران پلوې حزب الله ډلې پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړی دی. په عین وخت کې ایران د اکتوبر پر لومړۍ پر اسراییلو د لسګونو توغندیو حمله وکړه.

حزب الله یو ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا حزب الله ترهګره ډله بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پر پوځي څانګې څانګې بندیز لګولی دی.

ایران پر لبنان د اسراییلو د تازه حملو او د حزب الله د مشر حسن نصرالله په ګډون د هغې ډلې د یوشمېر لوړپوړو مشرانو تر وژل کېدو وروسته ګواښ کړی وو چې له اسراییلو غچ اخلي.

په خان یونس کې اروپايي روغتون د اکتوبر پر دویمه وویل چې د اسراییلو تر سختو هوايي حملو او ځمکنیو عملیاتو وروسته یې د ۳۲ کسانو مړي ترلاسه کړي دي.

د روغتون چارواکي وايي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او په بریدونو کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم دي.

ملګري ملتونه وايي چې په غزې کې د اسراییلو د شاوخوا یو کلنې جګړې له وجې هلته لکونه وګړي بې کوره شوي او بشري بحران دی.

په همدې حال کې د تعلیم مبارزې او د سولې نوبېل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د غزې له ماشومانو سره د ۳۰۰،۰۰۰ امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

د ملاله صندوق یا فنډ په نوم بنسټ د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر انسټاګرام په بیان کې د یوسفزۍ له خولې ویلي دي چې هغه د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې له هغو خلکو سره ولاړه ده چې په غزې کې د سمدستي او دایمي اوربند غوښتنه کوي.

یوسفزۍ ویلي دي چې د غزې د وګړو کورونه او د ماشومانو ښوونځي ړنګ شوي او د سیمې اوسېدونکي "له وحشت او صدمې" تېرېږي.

نوموړې زیاته کړې چې هغو درو نړیوالو موسسو ته پیسې ورکوي چې له فلسطینیو ماشومانو سره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG