د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران وروستیو چاودنو کې د وژل شویو افغانانو شمېر ۱۴ ته لوړ شوی دی


د جنورۍ پر پینځمه د کرمان په چاودنو کې د وژل شویو په جنازه کې ګڼو حکومتي او امنیتي چارواکو او ولسي وګړو ګډون وکړ.
د جنورۍ پر پینځمه د کرمان په چاودنو کې د وژل شویو په جنازه کې ګڼو حکومتي او امنیتي چارواکو او ولسي وګړو ګډون وکړ.

د ایران د کډوالۍ ملي سازمان وايي، په کرمان ښار کې په وروستیو چاودنو کې د وژل شویو افغانانو شمېر ۱۴ ته لوړ شوی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا د جنورۍ پر اوومه د سازمان د مشر محمد جلاليفرد له خولې ویلي چې په هغو بریدونو کې ۱۹ افغانان ټپي شوي هم دي چې ورڅخه یې شپږ لا هم په روغتون کې دي او نور تر درملنې وروسته کورونو ته تللي دي.

په ایران او پاکستان کې لکونه افغان کډوال اوسي او په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته لسګونه زره نور افغانان هم هغو هېوادونو ته ورغلل.

د ایرانيو چارواکو په وینا، د جنورۍ په درېیمه د کرمان په چاودنو کې کې د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا ۹۱ ته لوړ شوی دی.

د هغو حملو ذمه واري اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې وه. داعش د جنورۍ پر څلورمه پر ټېلېګرام په بیان کې ویلي ول چې د هغې ډلې دوو غړو د انقلاب ساتونکي ځواک د قدس ډلې د پخواني قومندان قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې د ځانمرګي برید لپاره کارېدونکي "واسکټونه وچوول."

د ايران عدليې ته نېږدې خبري اژانس میزان ویلي ول چې چاودنې په کرمان ښار کې شوې دي چې پکې د قاسم سلیماني قبر دی او هر کال یې تلین لمانځل کېږي.

سليماني د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ پر درېيمه د بغداد په یوه څنډه کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. د هغه په جنازه کې زرګونه کسانو ګډون کړی وو چې پر مهال یې د ټېل ماټېل په پېښه لږترلږه ۵۶ کسان ووژل شول او تر ۲۰۰ زيات ژوبل شول.

د ايران ولسمشر ابراهیم رییسي په ګډون ګڼو حکومتي او امنیتي چارواکو د جنورۍ پر پينځمه په چاودنو کې د وژل شویو په جنازه کې ګډون وکړ.

پر هم هغه ورځ امنیتي ځواکونو په بریدونو کې د ککړتیا په تور د یوشمېر مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړ خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا (وزیراعظم) سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران له سفیر او د افغانستان لپاره د تهران له ځانګړي استازي استازي حسن کاظمي قمي سره لیدلي دي.

د طالبانو حکومت د جنورۍ اوومې تر ملاقات وروسته په خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي عبدالکبیر ایراني استازي ته وویل چې داعش ډله د افغانستان او ایران شریکه دښمنه ده.

بیان کاږي، مولوي عبدالکبیر وویل چې داعش د سیمې ناامنه کولو او بې ګناه خلکو د وژلو هدف لري.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر شپږمه شپې مهال د کابل په دشت برچي کي په مساپر وړونکي ګاډي کې په چاودنه کې دوه تنه ووژل او ۱۴ ژوبل شول. د هغې چاودنې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې ومنله.

XS
SM
MD
LG