د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان دعوه کوي چې اېسټیبلېشمنټ یې د بیا واکمنېدو مخه نیسي


عمران خان د مارچ پر ۲۵مه ماخوستن مهال په لاهور کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه.
عمران خان د مارچ پر ۲۵مه ماخوستن مهال په لاهور کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه.

د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان یو ځل بیا غوښتنه کړې ده چې حکومت دې ژرترژره عام انتخابات اعلان کړي.

هغه د مارچ پر ۲۵مه شپې مهال په لاهور کې د خپلو پلویانو جلسې ته په ویډیويي وینا کې دعوه وکړه چې د پاکستان اېسټیبلېشمنټ غواړي چې دی بیا واکمن نه شي.

خان البته وویل چې ژوند ته یې پر ورپېښ خطر سربېره څوک له احتجاجي غونډو نه شي منع کولی. "نن د پاکستان اېسټیبلېشمنټ ته یوه خبره کول غواړم چې دا ټوله ډرامه – د انتخاباتو ځنډول او د خلکو نیول – د دې لپاره دي چې عمران خان واک ترلاسه نه کړي. زه له اېسټیبلېشمنټه پوښتم چې ایا تاسې د پاکستان د روانو ستونزو د هواري کومه لاره لرئ؟ ایا له تاسې سره له دې تباهۍ څخه د هېواد ایستلو کوم پروګرام شته؟"

په پاکستان کې د اېسټیبلېشمنټ اصطلاح اکثر د هغه هېواد امنیتي ادارې لپاره استعمالېږي. پوځ د خان د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

خان دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې ټاکل شوی وه چې د پنجاب اسمبلۍ انتخابات د اپرېل پر ۳۰مه وشي خو انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۲مه اعلان وکړ چې د پیسو نه شتوالي او خراب امنیتي وضعیت له امله ټاکنې د اکتوبر تر اتمې ځنډوي.

انتخاباتي کمېشن په امر کې ویلي چې ورته د وړاندې شویو رپورټونو، معلوماتو او موادو تر څېړلو وروسته دې نتیجې ته رسېدلی چې له ایین سره سم سوله ییز، صادقانه او عادلانه انتخابات کېدل ممکن نه دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پنجاب صوبې د پولیسو مشر ورته ویلي چې د صوبې امنیتي حالات سم نه دي او په خوندي ډول د انتخاباتو کېدو لپاره د پولیسو شمېر هم کم دی.

تر دې وروسته ولسمشر عارف علوي وزیراعظم شهباز شریف ته لیک واستاوه او پکې یې ورڅخه وغوښتل چې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې دې انتخابات وکړي. ولسمشر په لیک کې وزیراعظم ته سپارښتنه کړې چې له انتخاباتي کمېشن سره دې مرسته وکړي چې انتخابات وشي او د سپريم کورټ پرېکړه عملي شي.

د پاکستان سپریم کورټ د مارچ پر لومړۍ نېټه د انتخاباتو کمېشن ته امر کړی وو چې په جنورۍ کې د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته دې په ۹۰ ورځو کې دننه په خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې انتخابات وکړي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه.

د مارچ پر ۲۵مه د لاهور جلسې ته د تحریک انصاف ګڼ پلویان ورغلي ول.
د مارچ پر ۲۵مه د لاهور جلسې ته د تحریک انصاف ګڼ پلویان ورغلي ول.

په همدې حال کې حکومت یو ځل بیا تر وخت مخکې د انتخاباتو کولو غوښتنه رد کړې ده. د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب د مارچ پر ۲۵مه په بیان کې وویل چې د خان غوښتنه "بې ځایه ده" او انتخابات به له قانون سره سم، په اکتوبر کې کېږي.

هلته د پنجاب نګران حکومت د صوبې په مرکز لاهور کې د "ترهګرۍ" امکان په اړه خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دي چې د ولسي غونډو او جلسو پر مهال د ناامنۍ مخنیوي لپاره یې په هغه ښار کې امنیتي اقدامات کړي دي.

د پنجاب حکومت د مارچ میاشتې له پیل راهیسې په قانون کې د "ترهګرۍ ضد دفعو یا مادو" په عملي کولو په صوبه کې امنیتي تدابیر پراخه کړي او زیات سرتېري یې ځای پر ځای کړي دي چې تحریک انصاف یې د احتجاجي غونډو د مخنیوي هڅه بولي.

خو د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت عمران خان د "ګډوډۍ پر جوړولو" تورنوي او وايي چې د جلسو له کبله یې حکومتي چارې ټکنۍ شوې دي.

XS
SM
MD
LG