د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف: ولسمشر د تحریک انصاف ګوند د "حکومت ضد نظریاتو ملاتړ" کوي


شهباز شریف تور پورې کړی دی چې ولسمشر عارف علوي د خپل سوګند سرغړونې کوي - پخوانی انځور.
شهباز شریف تور پورې کړی دی چې ولسمشر عارف علوي د خپل سوګند سرغړونې کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ولسمشر عارف علوي ته په ځوابي لیک کې ویلي دي چې "چلند یې" بې طرفه نه دی او په دې توګه د ولسمشر له "ټاکلې اییني دندې" سره سمون نه خوري.

د نوموړي سلاکار عطا الله تارړ د مارچ پر ۲۶مه د شریف پینځه صفحې لیک انځور خپور کړی دی. په لیک کې راغلي چې د انتخاباتو کولو په اړه د ولسمشر عارف علوي لیک "د مخالفه ګوند" یعنې "پاکستان تحریک انصاف ګوند بیان ته ورته دی."

شریف په لیک کې پر علوي تور پورې کړی دی چې د تحریک انصاف ګوند د "یو طرفه او حکومت ضد نظریاتو ملاتړ ته دوام" ورکوي.

دا تر هغې وروسته ده چې ولسمشر عارف علوي د مارچ پر ۲۴مه وزیراعظم ته لیک واستاوه او پکې یې ورڅخه وغوښتل چې په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې دې انتخابات وکړي. ولسمشر په لیک کې وزیراعظم ته سپارښتنه کړې چې له انتخاباتي کمېشن سره دې مرسته وکړي چې انتخابات وشي او د سپريم کورټ پرېکړه عملي شي.

د پاکستان سپریم کورټ د مارچ پر لومړۍ نېټه د انتخاباتو کمېشن ته امر کړی وو چې په جنورۍ کې د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته دې په ۹۰ ورځو کې دننه په خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې انتخابات وکړي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر د جنورۍ پر ۱۷مه د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان پر سپارښتنه صوبايي اسمبلۍ ماته کړه. تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۱۴مه د پنجاب اسمبلۍ ړنګه شوې وه.

شریف په خپل لیک کې پر ولسمشر تور پورې کړی دی چې هغه "په تېرو وختونو" کې هم د بې پریوالي برعکس اقدام کړی او "د خپل سوګند سرغړونې" یې کړې دي.

علوي د شریف د لیک په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو نوموړی د ولسمشرۍ دندې تر پیلولو مخکې د تحریک انصاف ګوند له مخکښه مشرانو یو وو. ده البته په تېرو وختونو کې د هغه ګوند د ملاتړ تورونه رد کړي دي او وايي، ټول اقدامات له ایین سره سم کوي.

د پاکستان له اساسي قانون (ایین) سره سم ولسمشر د دولت (ریاست) مشر او د وفاق علامت وي چې باید په ټولو چارو کې بې طرفه واوسي.

دا پرمختګونه په پنجاب کې د انتخاباتو نېټې تر ځنډولو وروسته شوي دي. ټاکل شوی وه چې د پنجاب اسمبلۍ انتخابات د اپرېل پر ۳۰مه وشي خو انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۲مه اعلان وکړ چې د پیسو نه شتوالي او خراب امنیتي وضعیت له امله ټاکنې د اکتوبر تر اتمې ځنډوي.

انتخاباتي کمېشن په امر کې ویلي چې ورته د وړاندې شویو رپورټونو، معلوماتو او موادو تر څېړلو وروسته دې نتیجې ته رسېدلی چې له ایین سره سم سوله ییز، صادقانه او عادلانه انتخابات کېدل ممکن نه دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پنجاب صوبې د پولیسو مشر ورته ویلي چې د صوبې امنیتي حالات سم نه دي او په خوندي ډول د انتخاباتو کېدو لپاره د پولیسو شمېر هم کم دی.

کمېشن وايي، د انتخاباتو لپاره په پنجاب کې ۲۹۷،۰۰۰ او په خیبر پښتونخوا کې ۵۶،۰۰۰ اضافي امنیتي سرتېرو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي هم د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ته لیک استولی او ورڅخه یې غوښتي چې هلته دې هم انتخابات له پنجاب صوبې سره یوځای په اکتوبر کې وشي. نوموړي د مارچ ۲۴مې په لیک کې ویلي، دا غوښتنه ځکه کوي چې د هغه په وینا په خیبر پښتونخوا صوبه کې امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي.

خو په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف یو مشر او د صوبايي اسمبلۍ پخواني سپیکر مشتاق غني د مارچ پر ۲۴مه د ګورنر د لیک په غبرګون کې مشال راډیو ته وویل، که په هغه صوبه کې د مې پر ۲۸مه انتخابات و نه شول نو دا به د ایین سرغړونه وي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مارچ پر ۲۳مه اعلان وکړ چې د انتخاباتي کمېشن له خوا په پنجاب کې د انتخاباتو د ځنډولو پرېکړې پر ضد سپریم کورټ ته ځي.

له دې پرته د هغه ګوند مشر عمران خان د مارچ پر ۲۵مه په لاهور کې د خپل ګوند جلسې ته په وینا کې له حکومته په هېواد کې د عامو انتخاباتو کولو غوښتنه وکړه.

خو وفاقي حکومت یو ځل بیا تر وخت مخکې د انتخاباتو کولو غوښتنه رد کړې ده. د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب د مارچ پر ۲۵مه په بیان کې وویل چې د خان غوښتنه "بې ځایه ده" او انتخابات به له قانون سره سم، په اکتوبر کې کېږي.

XS
SM
MD
LG