د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې جنوبي افریقا نیو زیلینډ ته په ۱۹۰ منډو ماتې ورکړه


د جنوبي افریقا لوبډله د نومبر پر لومړۍ د نیو زیلینډي بیټر تر سوځولو وروسته خوشالي کوي.
د جنوبي افریقا لوبډله د نومبر پر لومړۍ د نیو زیلینډي بیټر تر سوځولو وروسته خوشالي کوي.

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې د جنوبي افریقا لوبډلې نیو زیلینډ ته په ۱۹۰ منډو ماتې ورکړه.

د نومبر پر لومړۍ د پونې په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شوه چې پکې پچه نیو زیلینډ وګټله او جنوبي افریقا ته یې د بیټېنګ کولو بلنه ورکړه.

د جنوبي افریقا رسي فن دېر دوسن ۱۳۳، کوېنټېن ډيکاک ۱۱۴ او ډېوېډ مېلر ۵۳ منډې وکړې. د نیو زیلینډ ټېم ساودي دوه او ټرېنټ بولټ یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې د نیو زیلینډ لوبډلې ښه بیټېنګ و نه کړای شو او لوبغاړي یې ژر وسوځېدل. د نیو زیلینډ ټوله لوبډله په ۳۶م اوور کې په ۱۶۷ منډو وسوځېده او سیالي یې په ۱۹۰ منډو وبایلله. د نیو زیلینډ ګلېن فېلېپس ۶۰، وېل ینګ ۳۳ او ډیرېل مېچل ۲۴ منډې وکړې.

د جنوبي افریقا کېشف مهاراج څلور، مارکو ینس درې او جېرالډ کوټڅییه دوه نیو زیلینډي لوبغاړي وسوځول.

تر دې یوه ورځ مخکې پاکستان بنګلادېش ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه. د کلکتې په لوبغالي کې په سیالۍ کې لومړی بیټېنګ بنګلادېش وکړ او ټوله لوبډله یې په ۴۶م اوور کې په ۲۰۴ منډو وسوځېده. په ځواب کې د پاکستان لوبډلې ټاکلی هدف په ۳۳م اوور کې د درو لوبغاړو په زیان پوره کړ.

د نومبر پر دویمه د هند او سري لنکا لوبډلې له یو بل سره سیالي لري. ټاکل شوې چې د ممبۍ په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شي.

په نړیوال جام کې جنوبي افریقا نیو زیلینډ ته تر ماتې ورکولو وروسته ۱۲ نومرې یا پواینټونه ترلاسه کړل. هند خپلې ټولې سیالۍ ګټلې دي او ۱۲ نومرې لري، خو افریقا د منډو د ښه وروستي تناسب (نېټ رن رېټ) له کبله پر لومړي مقام ده او هند دویم ځای لري.

تر دې وروسته اسټرالیا پر درېیم مقام ده او نیو زیلینډ د نومبر پر لومړۍ د سیالۍ بایللو او کم رن رېټ له وجې څلورم مقام ته ښکته شو.

پاکستان له بنګلادېشه د سیالۍ په ګټلو شپږ پواینټه ترلاسه کړل او د منډو د ښه وروستي تناسب (نېټ رن رېټ) له وجې یې له افغانستانه پینځم مقام ونیوه او افغانستان اوس پر شپږم ځای دی.

تر اوسه پورې د شویو سیالیو پر اساس د سري لنکا لوبډله پر اووم، د نېدرلینډز هغه پر اتم، بنګلادېش پر نهم او انګلستان (انګلینډ) پر لسم مقام دي.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.

د نړیوال جام په روان لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG