د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د نللیکې چاودېدو له وجې سي اېن جي پمپونه بند شوي او یوشمېر ضلعو ته د ګیس لېږد اغېزمن شوی دی


په پېښور کې ګڼ ګاډي په سي اېن جي پمپ کې د سېلېنډرو ډکولو لپاره ولاړ دي - انځور له ارشیفه.
په پېښور کې ګڼ ګاډي په سي اېن جي پمپ کې د سېلېنډرو ډکولو لپاره ولاړ دي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور چارواکي وايي، په متنیو کې د ګیسو نللیکې تر چاودېدو وروسته سي اېن جي پمپونو ته د ګیس لېږد درېدلی او کورونو ته به یې یوازې په ځانګړو ساعتونو کې ورکوي.

د پېښور انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ثنا الله د نومبر پر ۲۷مه سهار وختي پر فېسبوک لیکلي چې د نللیکې د بحالۍ چارې په چټکۍ روانې دي.

ډېپټي کمېشنر د نللیکې د چاودېدو لامل نه دی څرګند کړی خو د نومبر پر ۲۶مه شپې ناوخته پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د متنیو په حسنخېلو کې د ګیس پایپلاین چوي.

د ټولنيزو رسنيو کارکوونکو او خبریالانو ليکلي چې نللیکه ښايي وسلوالو الوځولې وي. خو حکومت او کومې وسلوالې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي. داراز، مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د هغوی دا دعوه نه شي تاییدولای.

د پېښور انتظامي مشر وايي، هغې نللیکې د خیبر پښتونخوا له جنوبي ضلعو څخه پېښور، مردان او سوات ته ګیس لېږداوه. د هغه په وینا، اوس کورونو ته په متبادلو نللیکو ګیس لېږدوي.

ثنا الله زیاتوي چې تر هغو چې پایپلاین بیا جوړ شوی نه وي، کورونو ته ګیس یوازې د سهار له پینځو څخه تر نهو، بیا له سهار ۱۱ څخه تر ماسپښین دوو بجو او د مازیګر له پینځو څخه د ماخوستن تر نهو پورې ورکوي.

XS
SM
MD
LG