د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د طبیعي ګیس نوې زېرمه موندل شوې


چارواکي وايي، ګیس په سپینوام کې موندل شوی دی.
چارواکي وايي، ګیس په سپینوام کې موندل شوی دی.

چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په سپینوام کې یې د طبیعي یا قدرتي ګیس یوه زېرمه موندلې ده.

د ماړي پېټرولییم کمپني لېمېټېډ (اېم پي سي اېل) یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د فبرورۍ پر ۲۶مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا په ۲۰۲۲ز کال کې د شمالي وزیرستان په شوه کې د ګیس تر موندل کېدو وروسته دویمه لویه زخیره ده.

ده وویل چې له هغې زېرمې څخه هره ورځ ۱۲.۹ مېلیونه (یو کروړ ۲۹ لکه) مکعب میټره ګیس او ۲۰ بیرله تېل پیدا کېږي.

هغه له مشال راډیو سره د خپل شرکت هغه لیک هم شریک کړی چې پکې د ګیسو د زېرمې موندلو اعلان شوی دی.

د سپینوام اوسېدونکي او مدني فعال ملک لیاقت علي خان مشال راډیو ته وویل چې تر دې مخکې په شوه کې ګیس موندل شوی وو چې نللیکه یې د پاکستان نورو برخو ته ګیس لېږدوي.

دی وايي، د سپینوام زېرمه د سیمې د ځوانانو راتلونکې ښه کولای شي، خو باید ځايي خلکو ته پکې د کار زیاتې موقعې ورکړل شي.

د ماړي پېټرولییم کمپنۍ افسر وویل چې د ګیس په پروژو کې به ځايي خلکو ته د روزګار موقعې برابرې شي.

البته د شوې او سپینوام اوسېدونکو په تېرو کلونو کې څو ځلې شکایت کړی دی چې د پروژو په چارو کې د سیمې اوسېدونکو ته د کار موقع نه ورکول کېږي او د ایین له مخې په طبیعي زېرمو کې د ځايي وګړو حق هم نه منل کېږي.

د پاکستان حکومت تراوسه د شوې د ګیس کره اندازه نه ده ښوولې، خو د ۲۰۲۴ز کال په مارچ میاشت کې راپورونه ښیي چې د شوې ۱ او شوې ۲ له کوهیانو څخه ګیس د پاکستان د ګیسو ملي شبکې ته لېږدول کېږي چې دا د پاکستان د ګیسو په مجموعي اړتیاوو کې یوه برخه پوره کوي.

ماړي پېټرولییم شرکت وايي چې په شوه کې یې د ګیس پاکولو په کارخانه کې ۹۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

XS
SM
MD
LG