د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د خبریال مطیع الله جان په ضمانت خوشې کولو امر کړی دی


مطیع الله جان په اسلام اباد کې په خپل دفتر کې رویټرز اژانس ته د مرکې ورکولو پر مهال - د ۲۰۱۹ز کال انځور.
مطیع الله جان په اسلام اباد کې په خپل دفتر کې رویټرز اژانس ته د مرکې ورکولو پر مهال - د ۲۰۱۹ز کال انځور.

د اسلام‌ اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د نومیالی خبریال مطیع‌الله جان په ضمانت د خوشې کولو امر کړی دی.

د نومبر پر ۳۰مه، په عدالت کې د خبریال مطیع‌الله جان پرضد د نشه‌ یي توکو او ترهګرۍ د قضیې اورېدنه وشوه.

په اسلام اباد کې خبریال اعزاز سید پر اېکس پاڼه لیکلي دي چې عدالت د ۱۰،۰۰۰ ضمانت په جمع کولو د هغه د خوشې کولو امر وکړ.

تر اوسه لا دا معلومه نه ده چې تر ضمانت وروسته مطیع الله جان له بنده خوشې شوی دی که نه.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۲۹مه، د اسلام اباد های کورټ د مطیع‌الله جان دوه ورځنی جسماني ریمانډ ځنډولی وو.

عدالت د نومبر پر ۲۸مه تر هغې څو ساعته وروسته اورېدنه وکړه چې د اسلام اباد پولیسو وویل چې نوموړی یې پر یوه امنیتي پوسته له "سرتېرو سره د لانجې" کولو پر سر نیولی دی.

مطیع الله جان د پاکستان له نومیالیو خبریالانو یو دی چې اکثر د عدالتي چارو په اړه راپورونه ورکوي او داراز، د هېواد پر امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) او حکومتي تګلارو انتقادونه کوي.

د جان وکیلې ایمان زینب مزارۍ او د هغه زوی د پولیسو دعوې رد کړې دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن او د خبریالانو د ساتنې سازمانونو د مطیع الله جان پر ګرفتارولو خواشيني ښوولې ده.

کمېشن د نومبر پر ۲۸مه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې حکومت دې نوموړی "بې له شرطه، سمدستي" خوشې کړي او د "خبریالانو د اواز خاموشه کولو زورواکانه کارونه باید ودرېږي."

د عدالتي چارو د خبریالانو شورا د مطیع الله جان تر نیول کېدو وروسته بیړنۍ غونډه کړې ده او د نومبر پر ۲۸مه یې په بیان کې د نوموړي "ګرفتاري سخته غندلې" او د هغه د خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د اسیا څانګې پر اېکس په بیان کې د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې مطیع الله جان دې "سمدستي خوشې کړي" او پر هغه دې "د سیاسي انګېزو لرونکي تورونه" ختم کړي.

سازمان په بیان کې زیاته کړې ده چې "حکومت باید د هغو خبریالانو په نښخه کول ودروي چې یوازې خپل کار کوي."

مطیع الله جان په ۲۰۲۰ز کال کې هم په اسلام اباد کې ورک شوی وو او هغه تور پورې کړی وو چې د استخباراتي ادارو کارکوونکو تښتولی وو.

په پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی چې خبريالان په دې ډول تښتول یا نیول کېږي. په ۲۰۲۲ز کال کې د اج نیوز ټېلېوېژن یو خبریال نفیس نعیم په کراچۍ کې وتښتول شو او تر ۱۴ ساعته بې درکۍ وروسته خوشې شو.

پاکستان په ۲۰۲۴ز کال کې د بې‌ پولې خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) د رسنیو ازادۍ پر پیمانه پر ۱۵۲م مقام یا ځای دی. دا درجه‌ بندي په ۱۸۰ هېوادونو کې د مطبوعاتي ازادۍ وضعیت ارزوي، چې له مخې یې پاکستان د خبریالانو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو څخه بلل کېږي.

د خبریالانو د خوندیتوب لپاره کارکوونکي تنظیمونه وایي چې په هغه هېواد کې خبریالان له اوږدې مودې راهیسې له تاوتریخوالي، ګواښونو، او ځورونو سره مخامخ دي چې د هغوی خوندیتوب او د بیان ازادي تر اغېز لاندې راولي.

په پاکستان کې د رسنیو د ازادۍ لپاره کارکوونکی یو ناحکومتي سازمان "فریډم نېټورک" د روانې میاشت په پیل کې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې روان ۲۰۲۴ز کال په پاکستان کې شپږ خبریالان وژل شوي دي.

فریډیم نېټورک ویلي دي چې په تېر یو کال پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو د تشدد شاوخوا ۱۰۴ پېښې ثبت شوي دي چې پکې وژنې، بریدونه، تښتونې، ګواښونه او مقدمې شاملې دي.

خو په پاکستان کې حکومتي چارواکو په وار وار دا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ ازادې دي او ټول وګړي د بیان ازادۍ حق لري.

په ۲۰۲۱ز کال کې د پاکستان د هغه وخت حکومت د خبریالانو د خوندیتوب یو قانون جوړ کړ چې له مخې یې حکومت مکلف دی چې د یوه فرد یا ادارې له خوا د یوه خبریال یا د رسنۍ د کوم کارکوونکي د هر ډول ځورونې، تشدد او له هغه څخه د ناوړه ګټه اخیستنې پرضد ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG