د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ عملیات دوام لري، خلک کډې کوي


په باجوړ کې د پاکستان امنیت ساتونکي ولاړ دي - پخوانی انځور
په باجوړ کې د پاکستان امنیت ساتونکي ولاړ دي - پخوانی انځور

په داسې حال کې چې د باجوړ په ماموندو کې د وسلوالو خلاف د پاکستان د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري، د باجوړ انتظامیې د ځینو کلیو خلکو ته امر کړی دی چې خپل کورونه دې پرېږدي.

عیني شاهدانو د اګست پر ۱۲مه مشال راډیو ته ویلي دي چې د ماموندو په ځینو سیمو کې عملیات روان دي. د باجوړ انتظامیې هم د اګست پر ۱۲مه د ډمه ډولې، انعام خوړ او چینه ګۍ خلکو ته ویلي دي چې په سیمه کې یې پوځ عملیات کوي نو دوی دې خپل کورونه خوشې کړي. تر دې وړاندې هم د ماموندو د ګڼو کلیو خلک د عملیاتو له وېرې خوندي ځایونو ته کډه شوي دي.

په ورته مهال د باجوړ په ځینو سیمو کې د اګست پر ۱۲مه هم د لویو لارو شاوخوا سیمو کې د ګرځبندېز راپورونه ورکړل شوي دي.

اېمل ولي خان پېښور کې خبري غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور
اېمل ولي خان پېښور کې خبري غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور

د عوامي نېشنل ګوند مشران وايي په باجوړ کې عملیات نه مني. د یاد ګوند مشر سېنېټر اېمل ولي خان د اګست پر ۱۲مه د بابړې د ناورین په یاد په چارسده کې جوړې شوې غونډې نه پس مشال راډيو ته وویل، دا چې دوی د باجوړ په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوه سیمه کې هم پوځي عملیات نه مني نو ځکه یې پلویان او مشران په نخښه کېږي.

تر دې وړاندې د جولای پر ۱۱مه په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې هم د باجوړ د عملیاتو په اړه د خبرو پر مهال له باجوړه د صوبايي اسمبلۍ غړي او د عوامي نېشنل ګوند مخکښ نثار باز تور پورې کړی وو چې انتظامیې له عملیاتو وړاندې د بې کوره کړل شویو خلکو د ځای پر ځای کولو لپاره انتظامات نه وو کړي.

خو د باجوړ چارواکي وايي، د خار په لوی میدان کې یې د کډوالو لپاره خېمې لګولې دي او د مرستو انتظام یې هم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو د جولای پر ۲۹مه د باجوړ په لویو ماموندو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد ورځني عملیات پیل کړل چې له وجې یې لسګونه کورنیو خپلې مېنې پرېښودې او یوشمېر ګوندونو، فعالانو او ځايي اوسېدونکو د پوځي کاروایۍ مخالفت وکړ.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د باجوړ په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG