د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي: د حج پر مهال د ګرمۍ له وجې لږترلږه ۵۵۰ حاجیان مړه شوي دي


په مکه کې حاجیان د الوداعي طواف پر مهال له مقام ابراهیمه تېرېږي - د جون ۱۸مې انځور.
په مکه کې حاجیان د الوداعي طواف پر مهال له مقام ابراهیمه تېرېږي - د جون ۱۸مې انځور.

سږ کال د حج پر مهال د سختې ګرمۍ له کبله لږترلږه ۵۵۰ حاجیان مړه شوي او یوشمېر بې درکه دي.

چارواکو او ډېپلوماټانو د جون پر ۱۸مه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې له مړو څخه یې ۳۲۳ مصریان دي چې له ګرمۍ سره په تړلیو ناروغیو اخته شوي ول.

د عربي هېوادونو دوو ډېپلوماټانو اژانس ته ویلي دي چې د حج مناسکو ادا کولو پر مهال ۶۰ اردنیان هم مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عرب د هوا پېژندنې ملي مرکز ویلي دي چې د جون پر ۱۷مه په مکه مکرمه کې د تودوخې درجه ۵۱.۸ ډېګري سینټي ګرېډ ته ورسېده.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۱۸مه وویل چې له سعودي چارواکو سره د هغو مصریانو په لټون کې همکاري کوي چې د حج پر مهال ورک شوي دي.

سعودي چارواکو مخکې د ګرمۍ له وجې د ناروغه شویو څه باندې ۲،۰۰۰ حاجیانو د درملنې خبر ورکړی وو خو له اتوار (یکشنبې) راهیسې یې هغه شمېر نه دی تازه کړی او د مرګژوبلې په اړه یې هم نور معلومات نه دي ورکړي.

ریاض ویلي دي چې سږ کال سعودي عرب ته تر ۱۵ لکه زیات بهرنیان او په هغه هېواد کې مېشتو په لکونو نورو کسانو حج وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG