څه باندې درې لسیزې مخکې د شوروي اتحاد له ړنګېدو راهیسې د جنوبي قفقاز سیمې ګاونډیو هېوادونو ارمنیا او اذربایجان له یو بل سره دوه ځلې جنګ کړی دی چې پکې لسګونه زره کسان ووژل او لکونه بې کوره شول.
البته اوس داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونو مشران د اذربایجان د نګورنو قره باغ سیمې پر سر د دښمنۍ ختمولو لپاره د سولې موافقه لاسلیک کړي. په هغه سیمه کې ارمنیان اوسي او اذربایجان د ۲۰۲۳ز کال په سېپټېمبر کې د یوې چټکې حملې له لارې له ارمنیو بېلتونپالو ونیوله.
د ارمنیا په پلازمېنه یرېوان کې د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر رېچرډ ګېراګوسیان مشال راډیو ته وویل چې له دې اعلانه یوه "واقعي موقع پیدا شوې ده چې هغه دوه اړخیزه موافقه نهايي او لاسلیک شي چې له ډېر وخت راهیسې یې انتظار کېده."
باکو او یرېوان تېره اونۍ وویل چې د سولې د تاریخي موافقې متن یې نهايي کړی دی خو تر اوسه معلومه نه ده چې د دواړو لوریو مشران به یې کله لاسلیکوي.
دا موافقه په یوه داسې سیمه کې د شخړې ختمولو لپاره پام وړ پرمختګ بلل کېږي چې پکې امریکا، روسیه، اروپايي ټولنه، ترکیه او ایران د خپل نفوذ پراخولو په هڅه کې دي.
د موافقې له مخې به دواړه ګاونډیان رسمي تعلقات پالل پیل کړي او یرېوان به پر قره باغ د اذربایجان حاکمیت ومني. دا هغه څه دي چې ارمنیا له ۱۹۹۱ز کال راهیسې نه منل.
د راپورونو له مخې دواړه خواوې د ارمنیا له اساسي قانونه د سیمې د ۱۹۹۱ز کال د خپلواکۍ د اعلامیې د ذکر لیرې کولو پر لانجمنې موضوع هم سلا شوې دي. په اعلامیه کې پر نګورنو قره باغ د یرېوان دعوه تایید شوې ده.
خو د ارمنیا په اساسي قانون کې د بدلون لپاره ټولپوښتنه اړینه ده نو ځکه دا کار ښايي د موافقې عملي کول وځنډوي.
البته ګېراګوسیان فکر کوي چې که په وروستیو شېبو کې بله کومه لانجه پیدا نه شي نو دا موافقه د ارمنیا او اذربایجان ترمینځ د ډېپلوماټیک خنډ ماتولو ته لاره هواروي.
ده وویل چې د اساسي قانون بدلون ښايي د راتلونکي کال تر جون مخکې عملي نه شي.
ځینې نور شنونکي دا موضوع خورا مهمه بولي. په اذربایجان کې د سیاسي چارو شنونکی رووف میرقدیروف وايي چې د سولې یو جامع موافقه "بې له شرطه په رسمیت د یو بل د ځمکنۍ بشپړتیا پېژندلو ته اړتیا" لري.
د امریکا، فرانسې او اروپايي ټولنې په ګډون نړیوالې ټولنې د ارمنیا او اذربایجان ترمینځ د سولې د هوکړې د خبر هرکلی کړی دی.