د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي چې له خپلو متحدانو او ملګرو سره به په ګډه له نګورنو قره باغه د بې کوره شویو کسانو لپاره د څارنې پر نړيوال ماموریت کار کوي.
د اذربایجان د پوځي عملیاتو له کبله د نګورنو قره باغ تر نيمايي زیات وګړي له خپلو سيمو څخه کډه شوي دي او باکو د هغې جلا شوې سيمې بشپړ کنټرول ترلاسه کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ميتیو میلر د سېپټېمبر پر ۲۷مه خبریالانو ته وویل چې واشنګټن په داسې حال کې پر دې ماموریت کار کوي چې د ارمنیا حکومت ویلي، د سېپټېمبر له ۲۴مې راهیسې له نګورنو قره باغ څخه څه د پاسه ۵۳،۰۰۰ کسان وتلي دي.
خلکو هغه مهال له نګورنو قره باغه کډې پیل کړې چې اذربایجان د اوربند تر موافقې څلور ورځې وروسته له ارمنيا سره د هغې سيمې یوازینۍ لاره پرانیستله. د اوربند له موافقې سره د وړې کچې پوځي عملیات هم پای ته ورسېدل.
ارمنیا د اوونۍ په پای کې له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د بشري حقونو او امنیتي وضعیت ارزولو لپاره دې سیمې ته د څارنې ماموریت واستوي.
د ارمنيا بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د بهرنیو چارو وزیر یې د سېپټېمبر پر ۲۷مه له خپل ترکي سیال سره د وضعيت په اړه ټېلېفوني خبرې وکړې.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت بیا ويلي چې د مسکو او باکو د بهرنیو چارو وزیرانو په ټېلېفون د بشري مرستو د برابرولو او د ځايي ارمنیانو د حقونو او امنیت خونديتوب په اړه غږېدلې دي.
په عین وخت کې، د امریکا د پرمختيايي چارو نړیوالې ادارې (يو اېس اې ای ډي) مشره سمانتا پاور او د امریکا یو لوړپوړی ډېپلوماټ اذربایجان ته رسېدلې او له ولسمشر الهام علییېف سره یې ملاقات کړی دی.
دوی د ارمنيا تر سفر وروسته اذربایجان ته ولاړل او پاور هلته وويل چې واشنګټن به له ارمنيا سره ولاړ واوسي.
هغې د ارمنیا لپاره د ۱۱،۵ مېلیونه ډالرو بشري مرستو اعلان هم وکړ او و يې ويل چې اړينه ده چې نړيواله ټولنه باید په داسې حال کې نګورنو قره باغ ته لاسرسی ولري چې هلته د ټپیانو، خوراکي توکو او د اړتیا نورو شيانو د کمښت راپورونه ورکول شوي دي.