د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بهرنۍ پانګونې کمېدل د پاکستان پر اقتصاد څه اغېز لرلای شي؟


پوهان وایي بهرنۍ پانګونه د یو هېواد د اقتصاد په وده کې مهم رول لري ـ پخوانی انځور
پوهان وایي بهرنۍ پانګونه د یو هېواد د اقتصاد په وده کې مهم رول لري ـ پخوانی انځور

د پاکستان دولتي بانک (سټېټ بینک)وايي، په هغه هېواد کې بهرنۍ مستقیمه پانګونه نېږدې ۲۹ سلنه کمه شوې ده.

بانک د مې ۱۶مه په بیان کې وویل، د تېر کال له اپرېله تر سږني اپرېل په میاشت کې په پاکستان کې د ۱۲۱.۶ مېلیونه ډالره پانګونه شوې، حال دا چې تر دې د مخکیني کال په هم هغه مودت کې هلته ۱۷۰.۶ مېلیونه ډالره پانګونه شوې وه.

د پاکستان اقتصادي او مالي بحران ته په کتو بهرنۍ مستقیمه پانګونه څومره مهمه ده؟ د دې پوښتنې په ځواب کې خبریال او اقتصاد پوه وکیل الرحمان وايي، د نورو هېوادونو پانګونه ځکه ضروري وي چې له بهره سرمایه دار خپل ډالر او نورې بهرنۍ پیسې پاکستان ته انتقالوي چې ورسره اقتصاد ښه کېږي او کاري موقعې زیاتېږي.

هغه د مې پر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل بهرنۍ پانګونه د ونډو بازار لپاره هم ګټوره وي. ''د یو ملک د اقتصاد ښه کېدو لپاره د اېکسپورټ (صادراتو یا برامداتو) اهمیت زیات وي، په دویم نمبر ورپسې بهرنۍ [پانګونه] مهمه وي. له دې سره هېواد ته ډالر راځي او کاروبار او اقتصاد ورسره ښه کېږي.''

وکیل الرحمان زياته کړه، د بهرنۍ پانګونې د کمېدو اساسي علت په پاکستان کې روان سیاسي کړکېچ دی.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د شپږ اربه ډالرو د پور پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

اسلام اباد دا مهال له ای اېم اېفه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کوي خو د تېر کال نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار دی.

په وروستيو کې د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ويلي چې که د ای اېم اېف د پور پروګرام بحال نه هم شي، هېواد نه دېوالیه کېږي.

خو د خزانې پخوانی وزير مفتاح اسماعيل د پاکستان لپاره د ای اېم اېف پور اړين بولي.

هغه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل، د پاکستان اقتصاد لپاره نه یوازې د پخواني پروګرام بحالي اړینه ده بلکې له ای اېم اېفه باید نور پور هم واخلي. ''موږ درې ځلې له ای اېم اېف سره لوظنامې ماتې کړي دي، دوه ځله د عمران خان [پخوانی] حکومت او يو ځل اوسني حکومت. پاکستان په بيا بيا له ای اېم اېف سره له کړو لوظنامو په شا کېږي او همدا وجه ده چې تر ننه د پور اخیستو پروګرام بشپړ نه شو. ولې چین او سعودي عرب زموږ ټېکه اخیستې چې بیا بیا به راته پېسې راکوي؟''

د ای اېم اېف ترڅنګ چین، سعودي عرب او متحده عربي اماراتو هم پاکستان ته وخت پر وخت پورونه ورکړي دي. د پیسو د نړیوال صندوق له مخې، د پاکستان په بهرنيو قرضو کې ۳۰ فيصده يوازې د چين دي.

د پاکستان خراب اقتصاد له کبله د روپۍ ارزښت کم شوی او ګراني زیاته شوې چې د خلکو په ژوند یې هم بد اغېز کړی دی. په پاکستان د ګرانۍ ضد وخت په وخت مظاهرې هم شوې دي.

XS
SM
MD
LG