د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسي حکومت مخالفه سیاستوال نوالني جنازه په مسکو کې کېږي


په کوسوو کې یو کس د نوالنې انځور مخې ته شمع بلوي - د فبرورۍ ۲۰مې انځور.
په کوسوو کې یو کس د نوالنې انځور مخې ته شمع بلوي - د فبرورۍ ۲۰مې انځور.

ټاکل شوې د روسي حکومت د مخالف سیاستوال الېکسي نوالني د جنازې مراسم د مارچ پر لومړۍ نېټه د مسکو د ماریېنو سیمې په یوه کلیسا کې ترسره شي. دا هغه سیمه ده چې پکې پر کرېملین انتقاد کونکی نوالني یو وخت ژوند کاوه.

د نوالني ویاندې کیرا یارمېش د فبرورۍ پر ۲۸مه پر اېکس، چې پخوا ټوېټره نومېده، په یو بیان کې ویلي دي چې د نوالني جسد به تر مراسمو وروسته په نېږدې بورېسوفسکویې هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

نوموړې دا اعلان تر هغې یوه ورځ وروسته کړی چې د نوالني ملګرو وویل چې د جنازې لپاره د ځای په موندلو کې له مشکلاتو سره مخامخ دي.

چارواکو شاوخوا دوه اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې نوالني د روسیې په شمال کې په ارکټېک زندان کې مړ شوی دی. نوموړی هلته بندي وو او مور یې وویل چې چارواکو ورباندې فشار راوستی چې هغه پټ ښخ کړي.

د فبرورۍ پر ۱۶مه د روسيې د زندانونو چارو فېډرالي یا وفاقي ادارې په یو بیان کې وویل چې نوالني په زندان کې تر چکر وهلو وروسته د صحت خرابېدو شکایت وکړ او وروسته بېهوښه شو.

په بیان کې راغلي ول چې د زندان طبي عمله سمدستي ورورسېده او امبولانس یې وغوښت خو ډاکترانو وویل چې نوالني سترګې خلاصې نه کړې او ومړ.

د روسیې دولتي رسنیو هم د دغه بیان په حواله ویلي ول چې ۴۷ کلن نوالني مړ شوی دی.

الېکسي نوالني د کرېملېن له سختو ناقدینو څخه یو وو او د درغلۍ ضد کیمپېن يې کاوه. نوموړي ته د ۲۰۲۰ز کال په اګست میاشت کې داسې زهر ورکړل شوي ول چې نېږدې يې وژلی وو چې بیا وروسته د درملنې لپاره جرمني ته انتقال شو.

تر درملنې وروسته نوموړی د ۲۰۲۱ز کال په جنورۍ مياشت کې له جرمني ماسکو ته ستون شو، خو چارواکو له ورتګ سره سم په هوايي ډګر کې ونیوه.

نوالني ته په لومړي سر کې د درغليو په تور د نهو کلونو د بند سزا اورول شوې وه. وروسته د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر څلورمه هغه يو روسي عدالت د ۱۹ کلونو بند سزا واوروله. پر نوموړي په لګولو شویو تورونو کې د توندروې ټولنې جوړول او مالي مرستې یې کول ، سختدریځي خپرول او ماشومان په خطرناکو کارونو کې ښکېلول شامل ول.

نوالني پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي ول او د هغوی تر شا يې سياسي انګېزه بللې وه.

نوموړي تر سزا اورول کېدو وروسته پر فېسبوک ليکلي ول چې د نورو سیاسي بندیانو غوندې دی هم پوهېږي چې ګواکې د ټول عمري بند له سزا سره مخامخ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG