د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د چین د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان دوره کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۱۹مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې وانګ يي د اګست پر ۲۱مه اسلام اباد ته رسېږي او د دواړو هېوادونو ترمینځ په شپږم ستراتیژیک ډیالوګ کې به ګډون کوي.
خبرپاڼه وايي نوموړي ته د دې رسمي سفر بلنه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ورکړېده. د بیان له مخې د بیجېنګ او اسلام اباد ترمینځ دغه راشه درشه د ستراتیژېکې همکارۍ د لا پیاوړي کېدو په موخه ترسره کېږی.
د یادونې وړ ده چې د چین او پاکستان ترمینځ د ستراتیژیک ډیالوګ پینځم پړاو د ۲۰۲۴ز کال په مې میاشت کې د چین په سر ښار بیجېنګ کې ترسره شوی وو.
دا په داسې حال کې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر د اګست پر ۱۸مه نوي دیلي ته تللی وو او هلته یې د خپل هندي سیال اېس جې شنکر سره لیدلي ول. نوموړي هلته په یو بیان کې ویلي ول چې چین او هند باید یو بل ته د سیالانو پر ځای د شریکانو په توګه وګوري.