سرچینې وايي، د ترکیې په استنبول کې د افغانستان د همغږۍ ډلې اکثرو ګډونوالو له هغه هېواد سره د بشري مرستو د دوام ملاتړ کړی دی.
یوشمېر سرچینو د اپرېل پر ۱۱مه د غونډې پر دویمه او وروستۍ ورځ د نوم نه ښوولو په شرط مشال رادیو ته وویل، د هېوادونو او بېلابېلو سازمانونو استازو له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه کړې ده.
د ناستې له جریانه باخبره سرچینو دا و نه ویل چې مشخصاً د څومره مرستو ژمنه شوې، خو د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې دفتر، چې د غونډې له تنظمیوونکو څخه دی، ویلي دي چې د خبرو موخه "د افغانستان ناورین" ته د پیسو ټولول دي.
اروپايي ټولنه وايي چې افغانستان د ۲۰۲۵ز کال تر پایه په بېلابېلو برخو کې ۲.۴۲ مېلیارده (اربه) امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.
د اروپايي ټولنې یوې سرچینې هم د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې اوس چې امریکا افغانستان ته مرستې ځنډولې دي، نو د بشري وضعیت زیاتره چارو مسوولیت ور په غاړه دی.
سرچینې وايي چې په غونډه کې د کوربه ترکیې په ګډون د اروپايي ټولنې ګڼو هېوادونو، کاناډا، اسټرالیا، یوشمېر اسیايي هېوادونو، د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو، نړیوال بانک او د ګڼو نړیوالو مرستندویه ادارو استازو ګډون کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو تېره اونۍ د افغانستان د همغږۍ ډلې د غونډې په درشل کې له هغه هېواد سره د نړیوالو مرستو پر دوام ټینګار کړی وو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د اپرېل پر اوومه په بیان کې د هغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال او د بشري چارو د همغږۍ مسوول اندریکا راتواتې له خولې ویلي ول چې د "بېوزلۍ او کړاو ختمولو" لپاره باید "بیړنۍ لارې چارې" ولټول شي او د خلکو د اوږدمهاله ثبات فکر هم وشي.
ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۲۴ز کال کې مرستندویه هېوادونو او سازمانونو د افغانستان لپاره د ۳.۲۱ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو مرسته ټوله کړه چې د ۲۰۲۳ز کال پرتله زیاته وه.
ملګري ملتونه وايي چې سږ کال په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ مېلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري. د نړیوال بانک په وینا، د افغانستان ټول نفوس شاوخوا ۴۱.۵ مېلیونه دی.
په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې له هغه هېواد سره نړیوالې مرستې کمې شوې، اقتصاد خراب شو او بېروزګاري زیاته شوه چې له کبله یې مېلیونونه افغانان د بې وزلۍ ښکار دي.