د خيبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې ناپېژندليو وسلوالو د نجونو يو ښوونځی په بارودي موادو سره الوځولی دی.
د ټانک د پوليسو مشر شبير حسين شاه د اکتوبر پر ۲۴مه خبريالانو ته وويل چې پېښه د اکتوبر پر ۲۳مه شپې مهال رامينځ ته شوه.
نوموړي زياته کړه چې د چاودنې په نتيجه کې د سکول ودانۍ په بشپړه توګه تباه شوې ده، خو چا ته ځاني زيان نه دی پکې اوښتی.
پوليس افسر زياته کړه چې سيمه يې کلابنده کړې او د لټون عمليات يې پیل کړې دي.
تر اوسه چا د پېښې مسوليت نه دی منلی.
تر دې وړاندې، د ۲۰۲۴ز کال د مې پر اتمه ناڅرګنده وسلوالو د شمالي وزيرستان په شیوه سیمه کې د نجونو يو ابتدايي ښوونځی په چاودېدونکو توکو سره تباه کړی وو.
تر هغه وړاندې، د ۲۰۲۳ز کال د مې پر ۲۱مه نېټه هم وسلوالو د شمالي وزیرستان د میرلي په حسوخېل او مسکي سيمو کې د نجونو دوه سکولونه په بارودي موادو سره الوځولي ول.
وسلوالو د خيبر پښتونخوا د سوات او خيبر په ګډون په يوشمېر نورو قبايلي سيمو کې د نجونو ښوونځي وران کړي ول.
په وروستيو کې په شمالي وزیرستان او نورو قبايلي سيمو کې د وسلوالو فعاليتونه زیات شوي دي. ځايي خلکو، سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ د ناامنيو پر ضد په بېلابېلو وختونو کې احتجاجونه کړي دي.
د پاکستان پوځ ويلي چې د وسلوالو پرضد هدفي عمليات کوي.