د ایران د بشري حقونو یوه څارونکي سازمان حال وش رپوټ ورکړی چې لږ تر لږه اوه افغان پناه غوښتونکي د ایراني ځواکونو له خوا وژل شوي او څو نور ټپیان دي.
دغه سازمان د نومبر پر ۱۶مه په یوه بیان کې ویلي چې پېښه د نومبر پر ۱۴مه د سیستان بلوچستان اړوند سراوان سیمه کې شوې ده.
په بیان کې راغلي چې ایراني پوځیانو د سپکو او درنو وسلو په ډزو سره دا افغانان هدف ګرځولي.
سراوان چې له پاکستان سره ګډه پوله لري او د افغانستان له څو سرحدي سیمو سره هم نږدې ده ایران ته د افغان کډوالو د ور اوښتو یوه عمده لار بلل کېږي.
حال وش همدارنګه زیاته کړې چې ایراني پوځیانو لسګونه افغانان چې ایران ته ور اوښتي وو نیولي او په زاهدان کې یې د ډيپورټ کمپونو ته استولي وو چې ظاهراً د نومبر پر ۱۵مه افغانستان ته لېږل شوي دي.
د ایران د بشري حقونو دغه سازمان پر خپل انسټاګرام د یادې پېښې اړوند ځینې زړه بوږنوونکې ویډیوګانې هم خپرې کړې دي چې پکې مړي/وینې ښکاري خو مشال راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.
د راپورونو له مخې ایران تر دې مخکې هم لسګونه افغان پناه غوښتونکي وژلي او ټپيان کړي دي.