د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له سري لنکا څخه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټل


د پاکستان بابراعظم او محمد رضوان د دویمې لوبې پر مهال - د نومبر ۱۴مې انځور
د پاکستان بابراعظم او محمد رضوان د دویمې لوبې پر مهال - د نومبر ۱۴مې انځور

د پاکستان کرکټ لوبډلې د درو یو ورځنیو لوبو په دویمه هغه کې هم سري لنکا ته ماته ورکړه او لوبلړۍ یې د ځان په نوم کړه.

د پاکستان په راولپېنډۍ مېدان کې د نومبر پر ۱۴مه ترسره شوې دې دویمه لوبه کې پاکستان سري لنکا ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.

سري لنکا لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې په اتو وېکټو ۲۸۸ منډې وکړې. په دې کې د جنيت لييانګې په ۶۳ بالونو ۵۴ او د کمېنډو مېنډس په ۳۸ بالونو ۴۴ رنزونه شامل وو.

د پاکستان لخوا ابرار احمد او حارث روف درې درې لوبغاړي وسوځول. پاکستان ورکړل شوی هدف په ۴۹م اوور کې يوازې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

د پاکستان له خوا بابر اعظم ۱۰۲ ،فخر زمان ۷۸ او محمد رضوان ۵۱ رنزونه جوړ کړل.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوبلړۍ لومړۍ سیالي هم پاکستان ګټلې وه. ټاکل شوې چې د سيريز وروستۍ لوبه هم د نومبر پر ۱۶مه په راولپېنډۍ کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG