په امریکا کې د حکومتي چارو ځنډېدو یا شټ ډاون له وجې ګڼ پروازونه ځنډېدلي او منسوخ شوي دي.
رویټرز خبري اژانس لیکلي چې د نومبر پر نهمه له ۲۸۰۰ زیات پروازونه منسوخ شوي او له لسو زرو زیات د ځنډ ښکار شوي دي.
بلخوا د ټرانسپورټ وزیر شان ډفي خبرداری ورکړی دی چې کیدای شي دا حالات د تېنکس ګېونګ په رخصتیو کې لا نور خراب شي. په امریکا کې د نومبر پر ۲۷مه د یادې رخصتۍ لپاره زیاتره خلک خپلو کورنیو ته سفر کوي.
په امریکا کې د اکتوبر له لومړۍ نېټې راهیسې حکومتي چارې ځنډېدلي دي چې له وجې یې په هغه هېواد کې په هوايي ډګرونو کې عمله کمه شوې او د دې په نتیجه کې پروازونه هم کم شوي دي.
د شټ ډاون له وجې د نورو ملازمینو په څیر د هوايي ډګرونو کارکوونکو تنخاګانې هم بندې دي.
بلخوا د امریکا سېنېټ د نومبر پر نهمه د حکومتي چارو د تړل کېدو پای ته د رسولو لپاره د یوې قانونې مسودې په حق کې رایې ورکړې ده.
خو که چېرې سېنېټ دا مسوده منظوره کړي نو باید دا د استازو جرګې لخوا هم ومنل شي او د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د لاسلیکولو لپاره هم واستول شي. اژانس وايي چې کیدای شي، دا پروسه څو ورځې وخت ونیسي.
په امریکا کې د رېپبلېکن او ډېموکراټ ګوندونو د اختلافاتو له وجې د نوي مالي کال وفاقي بودیجه منظوره نه شوه او د اکتوبر له لومړۍ راهیسې د وفاقي حکومت یو لړ چارې درېدلې یا ځنډېدلې دي.