امریکايي وزیر وايي که حکومتي چارې بحاله نه شي نو پروازونه کموي
د امریکا د ټرانسپورټي چارو وزیر وايي، که د کانګرس استازي د وفاقي بودیجې (بجټ) په اړه هوکړې ته و نه رسي او د حکومتي چارو ځنډېدل دوام وکړي نو د نومبر له اوومې څخه به د هېواد پر ۴۰ هوايي ډګرونو ۱۰ سلنه پروازونه بند کړي. شان ډفي دا نه دي ویلي چې پر کومو هوايي ډګرونو به پروازونه کموي. په امریکا کې د رېپبلېکن او ډېموکراټ ګوندونو د اختلافاتو له وجې د نوي مالي کال وفاقي بودیجه منظوره نه شوه او د اکتوبر له لومړۍ راهیسې د وفاقي حکومت یو لړ چارې درېدلې یا ځنډېدلې دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.