د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا کې د ځينو تعليمي ادارو د شخصي کولو د پلان پرضد احتجاج دوام لري


په پېښور کې د ښوونځيو ښوونکي د خپلو غوښتنو لپاره د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاج کوي ـ پخوانی انځور
په پېښور کې د ښوونځيو ښوونکي د خپلو غوښتنو لپاره د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاج کوي ـ پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا د کالجونو ښوونکو او زده کوونکو د حکومت لخوا د ځینو تعلیمي ادارو د شخصي کولو د پلان پر ضد د اکتوبر پر پینځمه هم خپل احتجاج ته دوام ورکړی دی.

د اکتوبر له درېيمې، ښوونکو له زدکړو پرېکون کړی او زده کوونکو بیا په بېلا بېلو ضلعو کې مظاهرې کړې دي.

د مردان کالج د پښتو څانګې يو ښوونکي جواد خان د اکتوبر پر پینځمه مشال راډیو ته وويل چې حکومت تعلیمي ادارې ټېکدارانو (قرارداديانو) ته سپاري چې بیا به د هغوی خوښه وي چې کوم ښوونکي ګوماري او کوم نه. د ده په خبره، د دې تر ټولو زیات زیان به بې وزله زده کوونکو ته رسېږي.

خو په خيبر پښتونخوا کې د لوړو زدکړو د ادارې وياند ریاض غفور مشال راډیو ته وويل چې حکومت او شخصي ادارې به په ګډه د هغو سکولونو او کالجونو انتظام چلوي چې پکې د زده کوونکو شمېر کم وي.

نوموړي زياته کړه، "په دې کالجونو کې چې کوم زده کوونکي زدکړې کوي د هغوی ټول فیسونه به د لوړو زدکړو اداره ورکوي. ما ته دې يو استاد یا بل پوه کس وښيې چې په دې کې څه زیاتوب یا ناانصافي کېږي یا دا به په کوم تاوان تمامېږي. موږ دا ګڼو چې په دې اقدام سره به زده کوونکو او استادانو ته ګټه رسېږي."

ښوونکي د حکومت د نوکریو په قواعد او ضوابطو کې د هغه تجویز شوي بدلون هم مخالفت کوي چې تر مخې به يې هغه وخت د ښوونکو ترفيع کېږي چې د اېم فل سند ترلاسه کړي او په خپلو تدريسي مضامينو کې څېړنيزې مقالې خپرې کړي.

XS
SM
MD
LG