د چېک جمهوریت د پخواني وزيراعظم اندرې بابېش ګوند، اې اېن او، د دغه هېواد په پارلېماني انتخاباتو کې اکثريت رايې تر لاسه کړي او د ايتلاف په صورت کې د حکومت جوړولو جوګه شوی دی.
په چېک جمهوريت کې د اکتوبر پر درېيمه پارلېماني انتخابات وشول، چې له ۲۰۰ څوکيو څخه يې ۸۱ د بابېش ګوند وګټلې.
بابېش د اروپا د اوسنیو سیاستونو او له اوکراین سره د پراخو مرستو مخالف دی.
نوموړی به د حکومت جوړولو لپاره له نورو ګوندونو سره ایتلاف کوي. د راپورونو له مخې ښايي بابېش له ښي اړخي ګوند، اېس پې ډې، سره ایتلاف وکړي. دا هغه ګوند دی چې سیاستونه یې د اروپا د کډوالو د پالیسیو ضد دي، او په عين حال کې غواړي چې له اروپا او ناټو څخه ووځي.
خو تر انتخاباتو وروسته بابېش دې اندېښنو ته په ځواب کې خبریالانو ته وویل: "موږ غواړو اروپا وژغورو ... او موږ په څرګنده توګه د اروپا پلوي او د ناټو پلوي یو."