د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې استوګن وايي انټرنېټ يې بحال شوی دی


د پاکستان د مخابراتو ادارې(پي ټي اې) د دفتر پر سر لوحه نصب شوې ده - انځور له اشيفه
د پاکستان د مخابراتو ادارې(پي ټي اې) د دفتر پر سر لوحه نصب شوې ده - انځور له اشيفه

د خيبر پښتونخوا د کورمې ځايي اوسېدونکي وايي چې په سيمه کې يې انټرنېټ بحال شوی دی.

د پاړه چنار اوسېدونکي لایق حسين مشال راډیو ته وويل چې د اکتوبر پر پینځمه په سيمه کې انټرنېت بېرته فعال شوی چې ورسره د خلکو ستونزې تر يوه حده کمې شوې دي.

د ده په وینا، د انټرنېټ د تړل کېدو له کبله بانکي نظام، انلاین کاروبار او زدکړې اغېزمنې شوې وې. حکومت د سېپېټمبر پر ۲۹مه تر هغه وروسته انټرنېټ وتاړه چې کله په کورمه کې ځینو کسانو پر ټولنيزو شبکو ځینې داسې ويډیوګانې او نور مواد خپاره کړل چې له امله يې فرقه ييزه تاوتريخوالي خپرېدلای شو. حکومت د داسې موادو د خپرولو په تور درې کسان نيولي هم دي.

کورمه له لسيزو راهیسې له فرقه ییزو جګړو سره مخامخ ده چې پکې په دې وروستیو کې ځینې جګړې له دې کبله هم شوې دي چې سنيانو او اهل تشیع په مبینه توګه د یو بل د مسلک د سپکاوي مواد خپاره کړي ول.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي، خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

په هغه ضلع کې دا ډول شخړې کله نا کله د فرقه ییز تاوتریخوالي شکل اخلي.

له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

هلته په دې وروستیو کې ځینې جګړې له دې کبله هم شوې دي چې سنيانو او اهل تشیع په مبینه توګه د یو بل د مسلک د سپکاوي مواد خپاره کړي ول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG