د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراینیان د ټرمپ او پوتین ترمینځ له ملاقاته څه هیلې لري؟

تازه شو

اوکراینیان د ټرمپ او پوتین ترمینځ له ملاقاته څه هیلې لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00

واشنګټن او ماسکو وايي ډانلډ ټرمپ او ولاديمیر پوتین د اګست پر ۱۵مه په الاسکا کې ګوري څو د اوکراین جګړې په سر خبرې وکړي. په دغو خبرو کې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې خو ټرمپ د اګست په اتمه ویلي وو چې په الاسکا کې له پوتین سره ترکتلو وړاندې به له زېلېنسکي سره هم وګوري. په ورته مهال اروپايي ټولنې هم ویلي دي چې د اوکراین د جګړې پای ته رسولو لپاره د هر ډول تړون پر مهال باید کییف او اروپايي اتحادیه هم حضور ولري. اوکراینیان که څه هم تمه لري چې د ۲۰۲۲ز کال له فبرورۍ راهیسې د هغوی په هېواد د روسيې یرغل د نړېوالو هڅو په مرسته پای ته رسېدلی شي خو دا چې د الاسکا په غونډه کې زېلېنسکي ته بلنه نه ده ورکړل شوې نو دوی زیاته تمه ترې هم نه لري. د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې راپور وګورئ.

XS
SM
MD
LG