د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرفراز بګټي په مستونګ کې د "ناموس په نوم" د ښځې او مېړه د وژنې د پلټنو امر کړی دی


په اسلام اباد کې فعالانې د ناموس په نوم د وژنو ضد مظاهره کوي - پخوانی انځور
په اسلام اباد کې فعالانې د ناموس په نوم د وژنو ضد مظاهره کوي - پخوانی انځور

د بلوچستان اعلاوزیر په مستونګ کې د هغې ښځې او مېړه د وژنې د پلټنو امر کړی دی چې د چارواکو په وینا، وسلوالو د "ناموس په نوم" وژلي دي.

میر سرفراز بګټي د جولای پر ۳۱مه په بیان کې ویلي، د هغوی وژنې خواشینی کړی دی او دا کار یې د "بشریت ضد" یو ګام بللی دی.

نوموړي پولیسو ته امر کړی دی چې په وژنه کې دې ککړ کسان ژر تر ژره ونیسي او عدالت ته دې یې وړاندې کړي.

په بیان کې راغلي، حکومت هېچا ته د "بې ګناه انسانانو" د وژلو اجازه نه ورکوي.

د مستونګ انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد جان جمالدیني رسنیو ته ویلي چې پېښه د جولای پر ۲۹مه په لکپاس سیمه کې شوې.

دی وايي، هغې ښځې او سړي اووه کاله مخکې په خپله خوښه په عدالت کې واده کړی وو.

جمالدینی وايي، د ښځې پینځو وروڼو په وروستیو کې ورسره راضي نامه هم کړې وه او هغه، مېړه او دوه بچي یې ډوډۍ ته ورغوښتي ول او چې کله هغوی لکپاس ته ستانه شول نو څلورو کسانو ورباندې ډزې وکړې او ښځه او مېړه یې ووژل.

دی وايي، پولیسو د وسلوالو د نیولو لپاره چاپې وهل پیل کړې دي خو لا یې څوک نه دي نیولي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په بلوچستان کې د "ناموس په نوم" د یوې ښځې او سړي د وژلو ویډیو پر ټولنیزو شبکو خپره شوه چې سخت غبرګونونه یې وپارول.

د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند د جولای پر ۲۰مه نېټه خبریالانو ته د هغې ویډیو کره والی تایید کړی وو چې پکې یوشمېر خلکو یوه ښځه او سړی، د ادعا له مخې، د "خوښې واده" په سر وژلي ول. د نوموړي په وینا، د هغوی د لومړنیو معلوماتو پر اساس پېښه تر لوی اختر درې ورځې مخکې یعنې د جون پر درېیمه شوې وه.

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټی د جولای پر ۲۱مه په کوټه کې خبریالانو ته ویلي ول، قبایلي جرګې د چا د وژلو امر نه شي کولی. نوموړي هغه مهال دا هم ویلي ول چې د یوې ښځې او سړي د وژنې په قضیه کې پولیسو د یو قبایلي سردار شېرباز ساتکزي په ګډون ۱۱ کسان نیولي او په کوټه کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړې دي.

خو دا یوازې بلوچستان نه دی، بلکې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په مختلفو برخو کې تر دې مخکې هم يوشمېر کسان، چې زياتره يې ښځې دي، د "غيرت یا ناموس" په نوم وژل شوې دي چې پرضد یې په بېلابېلو ښارونو کې پراخې مظاهرې هم شوې دي.

پولیسو د جولای پر ۲۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې یوه ورځ وړاندې په کوز دیر کې ځینې کسانو یوه ښځه او یو سړی د "ناموس په نوم" وژلي دي.

تر هغې مخکې د جولای پر ۱۴مه د سوات د مدین تاڼې پولیسو ویلي وو چې هلته یو کس "د ناموس په نوم" یو سړی وژلی او خپله ښځه یې ژوبله کړې وه.

د دوامداره ټولنیز پرمختګ په نوم د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکي ناحکومتي سازمان د روان ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر ۲۸مه په خپل راپور کې ویلي دي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې پر ښځو د تشدد ۳۲،۶۱۷ پېښې ثبت شوې وې.

په هغه راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په ټول هېواد کې ۵۴۷ ښځې د ناموس په نوم وژل شوې وې چې ورڅخه یې ۱۳۴ د خیبر پښتونخوا اوسېدونکې وې.

د ۲۰۲۵ز کال د مارچ پر اتمه هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د پاکستان په سېنېټ کې په وړاندې کړل شوي يو قرارداد کې غوښتنه شوې وه چې حکومت دې د ناموس په نوم د وژنو مخنیوي لپاره اقدامات وکړي او ښځو ته دې د ژوند په ټولو برخو کې د سړیو برابر حقونه ورکړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG